|
د هلمند په موسى کلا کې چاودنې پنځه طالبان ووژل
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سوېلي ولايت هلمند چارواکي وايي چې په موسى كلا ولسوالۍ كې د ماين په يوۀ چاودنه كې پنځه تنه طالبان وژل شوي دي .
دغه خبره د هلمندامنيه قوماندان محمدحسين انډيوال بي بي سي ته وکړه، چې په وينا يې دغو طالبانو پوليسو ته ماين ښخاوۀ، چې خپله پردوې باندې وچاودېد . هغه وويل چې وروسته جګړه پيل شوه چې په پايله كې څلور تنه پوليس ټپيان شول . د موسى كلا ولسوالۍ ځايي خلك وايي چې جګړه ډېره سخته وه . يوه قومي مشر بي بي سي ته وويل چې په لسګونو طالبانو پر پوليسو بريد وكړ، چې ترڅو ساعتونو پورې نښتې دوام درلود . دغه قومي مشر وويل چې د ولسوال ملاعبدالسلام پركور هم طالبانو يرغل وروړى دى . چارواكي هم مني چې د ملاعبدالسلام كور ته نژدې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده . ملاعبدالسلام چې د طالبانو د رژيم پروخت يو لوړپوړى چارواكى و، تېركال له هغوى څخه جلا او د دولت له لوري د موسى كلا د ولسوال په توګه وټاکل شو . له دې مخكي هم دده پركور بريد شوى و . خو وسله وال طالبان بيا ادعاكوي چې د موسى كلا په پنځه ساعته نښته كې يې ٢٠ تنو افغان او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې د دې خبرې تاييد چارواکو تر اوسه نه دى کړى . د موسى كلا ولسوالي د تېركال په ديسمبر مياشت كې افغان او نړيوالو سرتېرو د يو لړ پراخه پوځي عملياتو په پايله كې له وسله والو طالبانو څخه ونيوله . كه څه هم ځايي چارواكي وايي چې په ولسوالۍ كې امنيتي وضعه ښه ده، خو ګڼ نور بيا وايي چې له ناامنيو ترپوزې راغلي، ځكه چې داسې ورځ يې نه يادېږي چې د ولسوالۍ يوه نه يوه سيمه دې يې د جګړې شاهده نه وي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د ايساف يو سرتېرى مړ درې ټپيان شوي دي 03 مۍ, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||