BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:20 گرينويچ 2008 ,20 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د هلمند دسيند څپو د سيلانيانو پښې ښکلولې
 

 
 
بست کلا - هلمند
د بست کلا د مدنيت شهکار دى او د هلمنديانو په وينه او لاشعور کې وجود لري .
هلمند ته د تللو پرمهال مې د سيمه ييزو خبريالانو راپورونه په زړۀ راورېدل، ځانمرگي بريدونه، جگړې او وژنې را په ياد شوې، داسې مې انگېرله چې هلته ژوند نشته او د بدمرغۍ مارغه د سيمه ييزو خلکو پر زړونو بوږنوونکى او تور سيورى کړى دى .

خو زما د تخيل په تيارو کې بې شمېره روښانه او بختور ستوري هم ځلېدل دا ستوري د هغو هلمنديانو تندي وو چې د ټوپک د خولو پر ځاى يې د خپلو هنرمندو شونډو پرانستل غوښتل .

هلمند ته په رسېدو مو وليدل چې ځاى پر ځاى هلمنديان د سيند پر غاړو راټول شوي دي او مېلې کوي ښايي نه اېلېدونکى هلمند هم ډېر خوشحاله و، ځکه خو يې په خپلو مينه ناکو څپو د سيلانيانو پښې ښکلولې، ښار بازار هم له خلکو ډک وو او ځاى ځاى د سندرو اوازونه هم خپرېدل، ځکه چې سربېره پر نورو راډيوگانو هلمند څلور سيميزې راډيوگانې لري .

د مشاعرې وخت راورسېد، که رښتيا درته ووايم ما هېڅکله په دومره ستره مشاعره کې گډون نه و کړى، د څراغونو د لړيو رڼاگانو اتڼ کاوه او د زرگونو خلکو د چکچکو اواز د حال په ژبه ويل چې د ماشيندارو اواز بې خونده دى، په مشاعرې پسې اتڼونه او موسيقي پيل شوه ښايي د هلمند فضا به هم خوښه و چې د باروتو پر ځاى يې په رگونو کې د خوښۍ نغمې خورېدې .

سربېره پردې مو په هلمند کې د حجارۍ فابريکه وليدله په هرکاڼې کې يو لوښې پټ دى، خو د هلمنديانو هنرمندې گوتې په کار دي چې را بهر يې کړي ما دومره ښکلي لوښي چېرته هم نه وو ليدلي، او ايا تاسو خبر ياست چې په هلمند کې د صابون فابريکه هم شته داسې صابون جوړوي چې خلک ورپسې سر ماتوي خو بس رنگ يې لږ پيکه دى .

څنگ ته يې د غوړيو فابريکه هم په کار بوخته ده،که پر دغو فابريکو يو څه لگښت وشي ښايي چې ډېرو هلمنديانو ته د کار روزگار زمينه برابره شي .

د ماښام تيارې خپرې وې چې صمد روحاني سره د بست تاريخي کلا ته ورغلو چې لږه پاتې او ډېره ړنگه ده په ورتللو سره هغه زمانه راياده شوه چې د رابيا گلې جانان فتح خان له دې کلا څخه بهر وتلو:

که دوې دي کلا بيس دروازې دوې دي،،،،،،،،،پر يوه فتح خان وځي،،،،،،،،پر دا بله يې د مور سوې نارې دي

د بست کلا د مدنيت شهکار دى او د هلمنديانو په وينه او لاشعور کې وجود لري .

کندهار کې د ميرويس نيکه مزار
د ميرويس نيکه مزار د کندهار په يوه داسې ښکلې سيمه کې پروت دى لکه د کشمير يوه ښکلې ټوټه .

يارانو ويل چې کابل ته به د سړک له لارې ځو چې کندهار هم وگورو، همداسې شوه په کندهار کې له ميرويس افغان سره د بابا صېب مېلې ته ولاړو، ما داسې ميله په ټول افغانستان کې نه وه ليدلې د غره په څنډه کې زيارت شنه بوټي او نور څه دومره ښکلي وول لکه د کشمير يوه ښکلې ټوټه، په يوه برخه کې ځوانانو د ډول له اهنگ سره مستانه اتڼ کاوه او په بله برخه کې يې صوفيانو د خداى په مينه کې عارفانه رقص کاوه او ځينو نورو خبرې کولې .

عينو مينې ته هم لاړو ډېر خلک د مېلې لپاره، ښار برېښنا نه درلوده خو خلک راوتلي وو او د سړکونو په منځ کې په کبلو ناست وو دا مېلې ښايي د کندهار خلکو ته عادي خبره وي، خو ما يې په ليدو د کندهاريانو مستو زړونو ته سلام وکړ، او له ځان سره مې وويل که جگړې نه وي نو داسيمې به بې مثاله وکڼل شي، ښايي په سوېل کې د ژوند ډېرې نښې وي چې د رسنيو له سترگو پټې دي .

د سړک له لارې مو کابل ته حرکت وکړ زابل، غزنې او وردگ مو وليدل کومه ناوړه پېښه مو ونه ليده، خو ځاى ځاى سړک تور و خلکو ويل چې د گاډو د سوځولو ځايونه دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت