BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:13 گرينويچ 2008 ,19 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د پکتيکا ځانمرگي بريد څلور پوليس ټپيان کړل
 
بهرني پوځيان پکتيکا کې
ځانمرگى بريد کوونکي په بشپړ ډول له منځه تللى دى، خو د هويت په اړه يې څه نه دي ويل شوي .
د سوېل ختيځ پکتيکا ولايت په سرحدي برمل ولسوالۍ کې ځانمرگى بريد شوى چې له امله يې د ملي اردو څلور سرتېري ټپيان شوي دي .

دغه بريد نن سهار (د مۍ ١٩) سهار شاوخوا نهه بجې د برمل په بازار کې شوى دى .

د پکتيکا د والي وياند غمي محمد يار هم دغه ځانمرگى بريد تاييد کړى او ويلي يې دي چې د ملي اردو د څلور سرتېري او د ايتلاف ځواکونو يو افغان ژباړن پکې ټپيان شوي دي .

ځانمرگى بريد کوونکي په بشپړ ډول له منځه تللى دى، خو د هويت په اړه يې څه نه دي ويل شوي .

د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم ددې ځانمرگي بريد تاييد کړى او وايي چې ځانمرگي بريد کوونکي د برمل ولسوالۍ ددويم کنډک قرارگاه په دوازه کې ځان چوولى دى .

ټپيان نژدې روغتون ته وړل شوي ،خو د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويل شوي .

وسله والو طالبانو ددې بريد پړه پر خپله غاړه اخيستې ده .

دوى وايي چې د برمل ولسوالۍ ځانمرگى بريد د حکيم جان په نامۀ يو کس کړى، چې په وينا يې اووه کسان افغان سرتېري او اووه ايتلافي پوځيان وژلي دي .

خو ځايي چارواکي بيا د مړو خبره نه مني او يوازې د پنځو کسانو د ټپي کېدو خبره کوي .

د يادولو وړ ده چې په دې ولايت کې د روان ٢٠٠٨ کال له پيله دغه لومړى ځانمرگى بريد دى چې ترسره کېږي .

بل خوا په خوست کې ځايي چارواکي ادعا کوي چې د رحمت په نامۀ يې يو ځانمرگى بريد کوونکى نيولى دى چې د دوى پروينا د پاکستان د هنگو اوسېدونکى دى .

تېره ورځ هم د سوېلي هلمندولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې ځانمرگى بريد شوى و، چې له امله يې عام وگړي ووژل شول .

د يادونې وړ ده چې د روان ٢٠٠٨ له پيل څخه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا ٣٥ ځانمرگي بريدونه شوي، چې تېر کال کال دغه شمېره ١٣٧ ځانمرگو بريدونو ته رسېدلې وه .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت