BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:50 گرينويچ 2008 ,19 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
احدي: له هلمندي کډوالو سره مرسته نشوکولاى
 

 
 
افغان کډوال
هلمندي کډوال شکايت لري چې تراوسه پورې ورسره داسې کومه مرسته نه ده شو ې چې دوى خپل ژوند پرې مخې ته بوځي .
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي له هغو خلکو سره مرسته نشي کولاى چې د هلمند په گرمسېرکې د وروستيو جگړو له امله مهاجر شوي دي .

دغه خبرې وروسته تر هغې کېږې چې په کابل کې د ناټو وياند له گرمسېر نه د ١٢٠٠ کورنيو د مهاجرېدو خبر ورکړ .

افغانستان ددې ترڅنگ چې د سلگونو زرو بهر مېشتو مهاجرو له ستونزې سره مخامخ دى، په کور دننه هم د بېلابېلو ستونزو له امله يو زيات شمېر مهاجر لري .

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت پر داسې مهال د جگړو له کبله د هلمند ولايت له گرمسېر ولسوالۍ څخه د سلگونو بېځايه شويو کورنيو د ناوړه حالت په اړه خبر دارى ورکوي چې لا جگړه روانه ده او کېداى شي چې ډېرې نورې کورنۍ هم له خپلوکورونو بېځايه شي .

په کابل کې د ناټو د ځواکونو د وياند د څرگندونو پر بنسټ د گرمسېر د عملياتو په ترڅ کې چې د امريکايي سمندري ځواکونو له لوري پرمخ بېول کېږي، ١٢٠٠ کسان اړ شوي چې خپل کور او کلى پرېږدي او د هلمند مرکز او يو لړ نورو سيمو ته کډوال شي .

د کډوالو وزارت چارواکي وايي دغه بېځايه شوي خلک سر سيورى او خواړه نه لري او د ژوند د ناوړه شرايطو له کبله کېداى شي چې په راز راز ناروغيو اخته شي .

ددغه وزارت مرستيال عبدالقادر احدي وايي دغه ستونزه داسې وخت کې زياتېږي چې دوى دا وړتيا نه لري چې له دغو کسانو سره مرسته وکړي :

 په تېرو شپږو کلونوکې د يوشمېر قومندانانو د زورزياتيو له کبله په سلگونو زره کسان اړ کړاى شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او د کډوالۍ سرگردانه ژوند ته مخه کړي
 

'' په پاکستان او ايران کې د مهاجرينو شتون، وچکالي او د امکاناتو نه شتون هغه ستونزه ده چې دا مهال موږ ورسره مخامخ يو، داسې نه ده چې موږ ته دې پام نه وي کړى، دا مو ټولو مراجعو ته ويلي، وروستي مهاجرين چې هر څنگه وي مرسته نه شو ورسره کولاى دا ځکه چې موږ امکانات نه لرو او له امنيتي پلوه هم هلته نه شو تللاى .''

د کډوالو وزارت ددغې ستونزې د پراختيا د مخنيوى په موخه د جنگ جگړو د بندېدو غوښتنه کوي .

د هلمند په ولايت کې د نړيوالو او افغان ځواکونو او طالبانوترمنځ د دوامدارو جنگ جگړو له کبله وار دمخه په زرگونو کسان کډوال شوي دي .

دغه خلک شکايت لري چې تراوسه پورې ورسره داسې کومه مرسته نه ده شو ې چې دوى خپل ژوند پرې مخې ته بوځي .

خو دغه ستونزه يوازې د هلمند په ولايت پورې نه محدوديږي، په تېرو شپږو کلونوکې د يوشمېر قومندانانو د زورزياتيو له کبله په سلگونو زره کسان اړ کړاى شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او د کډوالۍ سرگردانه ژوند ته مخه کړي .

که څه هم چې حکومت په دې برخه کې يو لړ گامون اوچت کړي ، خو تراوسه پورې کوردننه بيځايه شوي خلک ډاډه شوي نه دي چې خپلو کورونو ته بيرته ستانه شي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت