|
' نړيوال ځواکونه د ولسي وگړو ژوند ته پام نه کوي'
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د جنوبي هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ ځايي خلك افغان او نړيوال ځواكونه د ولسي وګړو ژوند ته په نه پاملرنه او وژنه تورنوي
.
دوي وايي چې د ولسوالۍ په څو ورځنيو عملياتو كې د نړيوالو ځواكونو اووسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو كې يوشمېر ولسي وګړي وژل شوي هم دي . ددې ولسوالۍ يوشمېر بېځايه شوو خلكو له بي بي سي سره په خبرو كې وويل چې له يوې خوا يې وسله وال طالبان په كورنو ورننوځي اوله بل پلوه يې د نړيوالو سرتېرو هوايي بمباريو ژوند له ګواښ سره مخامخ كړى دى . په ګرمسېركې د نړيوالو ځواكونو پوځي عمليات څه باندې لس ورځې وړاندې پيل شوي دي . د ګرمسېر ولسوالۍ په زرګونو ولسي وګړي وروسته له هغه بېځايه شول، چې لس ورځې وړاندې يې د نړيوالو سرتېرو له خوا په ولسوالۍ كې د طالبانو پرضد پوځي عمليات پيل شول . دغه عمليات كه څه هم حكومتي چارواكي يې ډېر پياوړي بولي، خو ولسي وګړي وايي چې دوى يې له سختو ستونزو سره مخامخ كړى دي . ددغه ولسوالۍ د دېرشو كورنيو په شاوخوا كې چې د هلمند مركز لښكرګاه ته راغلي وايي چې د نړيوالو سرتېرو د هوايي بمباريو له كبله د يوشمېر ولسي وګړو تر وژل كېدو وروسته په زرګونو خلكو خپلو کورونو پېښودو ته اړ شول . ددې ولسوالۍ يو اوسېدونكى عبدالله د خپل ځان او نورو ولسي وګړو د ژوند د حالت په اړه وايي : '' موږ ټول د نړيوالو ځواكونو د بمباريو له كبله خپل كورونه پرېښودل . هلته ډېره سخته جګړه وه طالبانو هم راڅخه د سپر كار اخيست او نړيوالو ځواكونو چې به هم هرڅوك وليد نو ډزې به يې ورباندې كولي اوهغه به يي واژۀ، موږ په زرګونو خلكو خپل كورونه پرېښودل .'' د هلمنديو شمېرځايي چارواكي هم مني چې د نړيوالو سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو كې يو شمېر ولسي وګړي زيانمن شوي دي . د نوموړي ولايت د ولايتي شورا چارواكي وايي چې له لسو زرو څخه تر پنځلس زرو پورې كورنۍ ښايي دښتونو ته وتلې وي . ددغه شورا رئيس حاجي محمدانور له بي بي سي سره په خبرو كې وويل چې ګڼ ولسي وګړي بېړنيو مرستو ته اړتيالري . د هلمند والي محمدګلاب منګل كه څه هم د نړيوالو ځواكونو په پوځي عملياتو كې د يوشمېر ځايي وګړو بېځايه كېدل نه ردوي، خو وايي چې عمليات په ډېراحتياط سره پرمخ ځي . هغه بيا د ولسي وګړو د بېځايه كېدا لامل دا بولي چې ګواكې وسله وال طالبان د هغوى په كورونو ور ننوځي، خو دا هغه ادعا ده چې طالبان يې په كلكه ردوي . ښاغلى منگل وايي:'' هلته عمليات په ډېر احتياط سره پرمخ درومي، ښايي يو شمېر هغه كورنۍ بېځايه شوې وي چې طالبان يې پر كورونو ورننوځي، موږ د هغوى لپاره بېړنۍ مرستې برابرې كړې دي .'' د ګرمسېر ولسوالۍ ډېرى خلك كروندګر دي، نوځكه وايي چې د نړيوالو سرتېرو پوځي عملياتو يې كروندو ته هم سخت زيان اړولى دى . ډېرى كروندګرو وويل چې كه دغه عمليات ژر پاى ته ونه رسيږي نو ښايي ددوى كروندې به وچې پاتې شي . خو برعكس، د هلمند چارواكي وايي چې د ولسي وګړو د زيان د مخنوي په موخه ښايي دغه پوځي عمليات ژر پاى ونه مومي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
هلمند کې د ١٢ طالبانو د وژل کېدا ادعا شوې13 مۍ, 2008 | خبرونه
( له گرمسيره په زرگونو کورنۍ کډه په شا دي)08 مۍ, 2008 | خبرونه
د ايساف يو سرتېرى مړ درې ټپيان شوي دي 03 مۍ, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||