BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:38 گرينويچ 2008 ,05 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
له جنگ جگړو سره سره بيا هم ادبي هڅې روانې دي
 

 
 
مشاعره (ارشيف)
د هلمند د اطلاعات او کلتور ريس جانگل خان وايي په هلمند کې به ډېر ژر يوۀ پراخه مشاعره جوړوي چې له گاونډي پاکستان هېواد پښتانه او ليکوال به هم پکې گډون وکړي
په سوېلي هلمندولايت كې له جنګ جګړو سره سره بياهم ادبي او هنري هڅې مخ پر وړاندې روانې دي، چې داپه دې نارامه ولايت كې په سكروټو كې مزلونه بلل كيږي .

په دغه ولايت كې اوونيزه مشاعره جوړيږي چې ددغه ولايت د نارامو سيمو شاعران ځوانان پكې خپل شعرونه وايي .

ددې ترڅنګ په دغه ولايت كې په دې ورستيو كې ګڼي جريدې اوكتابونه هم چاپ شوي دي .

سره له دې چې ډېرى هلمند د افغانستان له نارامو ولايتونو څخه بوليړ خوپه دغه ولايت كې بياهم كلتوري او هنري كارونه هغه څه دي چې چې د ډېرو فكرونه او ذهنونه يې د جګړو څخه د خپل وطن دسوكالۍ او اارمۍ پرلور راګرځولي دي .

په دغه ولايت كې هره جمعه د مركز او ولسواليو د شاعرانو له خوا يوه مشاعره جوړيږي چې ګڼ مينه وال ورځي .

په دغه مشاعره كې لومړى نثر ورپسې كره كتنه او بيا مشاعره كيږي .

په هلمندولايت كې په دې ورستيو كې په لومړى ځل ځينو شاعرانو خپلې شعري ټولګې چاپ كړې دي چې داهم د هلمنديو ځوانانو يوه ښه فرهنګي هڅه بلل كيږي .

د ميني راز، باچا او دروېش په هلمندولايت كې د ځوان شاعر ښاغلي شامحمد دروېش خوندي دوې شعري ټولګې دي چې دا اوس تازه له چاپه راوتلې دي .

ددې ترڅنګ دشاعر اوليكوال ملا محمدحنيفي دوې شعري ټولګې هم په دې ورستيو كې دچاپ په ګاڼه پسولل شوې دي .

د هلمندولايت د اطلاعات او كلتور رئيس جانګل خان وايي چې په ډېر نژدې وخت كې به په هلمندولايت كې يوه پراخه مشاعره جوړوي چې د افغانستان ترڅنګ به د ګاونډي پاكستان له پښتنو سيمو څخه هم شاعران اوليكوال پكې ګډون وكړي .

نوموړى وايي چې دې مشاعرې ته تدابير له اوس څخه پيل شوي او په نژدې لسو ورځو كې به د هلمند په مركز لښكرګاه كې جوړه شي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت