BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:15 گرينويچ 2008 ,30 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د هلمند په گرمسېر کې پوځي عمليات پيل شوي
 

 
 
بهرنى سرتېرى په هلمند کې
په هلمند کې د برتانوي ځواکونو يو تن وياند ډګرمن روبن ميتهويس ددغو عملياتو پخلى وكړ، خو هغه دعملياتو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل .
د امريكا په مشرۍ ايتلافي او افغان ځواكونو دسوېلي ولايت هلمندپه ګرمسېر ولسوالۍ كې د درنو پوځي عملياتو د پيلېدو خبر وركړى .

د دغو پوځي عملياتو موخه د وسله والو طالبانو ځپل او په سيمه كې د امنيت راوستل بلل شوې ده او امنيتي چارواکي وايي چې د پولې له هاخوا نه وسله وال طالبان دېخوا ته را اوړي .

چارواكي وايي چې دغه عمليات يې تېره ورځ سهار وختي پيل کړي چې تر اوسه هم دوام لري .

ګرمسېر د پاكستان پولې ته څېرمه پرته ولسوالي ده چې ډېرى سيمې يې د وسله والو تر ولکې لاندې دي .

وسله والو طالبانو تر اوسه ددغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي .

په کابل کې د ناټو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې په دغو عملياتو کې د ايساف امريکايي سمندريز او په هلمند کې د برتانيا دکاري ځانګړې قطعې ٢٣٠٠ سرتېري برخه لري .

په هلمند کې د برتانوي ځواکونو يو تن وياند ډګرمن روبن ميتهويس ددغو عملياتو پخلى وكړ، خو هغه دعملياتو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل .

وسله وال طالبان وايي چې په ګرمسېركې يي نړيوالو سرتېرو ته ماته وركړې .

د طالبانو يو تن وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تر اوسه په دغه جګړه كې دوه تنه طالبان وژل شوي دي .

هغه ددې ترڅنګ د شپږو بهرنيو سرتېرو د وژل كېدو ادعا هم وكړه، خو د دغې ادعا په اړه تر اوسه نړيوالو سرتېرو څه نه دي ويلي .

ګرمسېر د هلمند په سوېل ختيځ کې د پاكستان پولې ته څېرمه پرته ولسوالي ده چې له تېرو دوو نيمو کلونو راهيسې يې په ډېرو برخو كې وسله وال طالبان فعال دي .

دغه ولسوالي تر دې وړاندې هم دوه ځله وسله والو طالبانو نيولې وه كه څه هم څوځله په دغه ولسوالۍ كې افغان او نړيوالو ځواكونو د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات كړي، خو بياهم دګرمسېر ډېرى خلك وايي چې د ولسوالۍ سم نيمايي برخه يي د وسله والو طالبانو له خوا اداره كيږي .

سيمه ييز خلک وايي ددې عملياتو له پيلېدو سره له سيمې په سل گونو کورنۍ وتلې دي .

' نيمروز کې درې وسله وال وژل شوي '

بل خوا د هلمند د ګاوڼدي ولايت نيمروز والي غلام دستګير ازاد وايي وړمه شپه يې د دې ولايت په خاشرود ولسوالۍ كې ايتلافي ځواكونو درې تنه طالبان وژلي او١٤ نور يې ژوندي نيولي دي .

د ښاغلي ازاد دغه خبره كټ مټ امريكايي ځواكونو هم په خپله يوه خبرپاڼه كې كړې ده .

هغه وويل چې دغه عمليات دخاشرود د دوازده امام په سيمه كې شوي دي .

وسله والو طالبانو په دغه جګړه كې دخپلو څلور تنو وژل كېدل منلي، خو ادعا يې كړې چې بهرنيو سرتېرو ته يې هم درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده .

ددې ترڅنګ د پكتيكا په سر روضه ولسوالۍ كې افغان چارواكي وايي چې د طالبانو سره په مخامخ نښته كې يي شپږ تنه افغان سرتېري ټپيان شوي دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
ځانمرگي په هلمند کې ٣پوليس ووژل
04 اپريل, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت