|
هلمندوال: د پنبې٤٠ کلنه فابريکه بيا رغول غواړي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سوېلي هلمندولايت كروندګر له حكومت څخه غوښتنه كوي چې په ولايت كې دې يې د پنبې د پروسس كولو هغه تصدۍ له سره ورغوي چې څه باندې
٤٠ كاله وړاندې جوړه شوې ده .
دغه تصدۍ د پنبې د حلاجي كولو ترڅنګ له پنبه دانې څخه غوړي، صابون ، كنجاړه او داسې نور شيان جوړوي . ددې دولتي تصدۍ مسؤولين وايي چې د ډېروكلونو په تېرېدو سره د فابريكې ماشينونه اساسي جوړونې ته اړتيا لري . ځينې هلمندوال وايي چې كه دغه فابريكه له سره ورغول شي په توليداتو كې به يې ډېروالى راشي او ترڅنګ به يې ډېرو كسانو ته دكار زمينه برابره شي . بٌست تصدۍ په هلمندولايت كې له پنبې يا مالوچو څخه د دانې د جلا كولو او له پنبه دانې څخه غوړي، صابون، كنجاړه او داسې نور توكي جوړوي چې د هلمند ترڅنګ د افغانستان د ډېرو نورو ولايتونو خلك هم ورڅخه ګټه اخلي . دغه فابريكه څه باندې ٤٠ كاله وړاندې د پخواني پاچا محمدظاهر په وخت كې جوړه شوې ده . ددغه فابريكې چارواكي وايي كه څه هم د جګړو په كلونو كې فابريكه نه ده درېدلې، خو تراوسه يې ماشينونه له هغه لويه سره ترميم شوي نه دي . د بٌست تصدۍ رئيس حاجي محمدشرين وايي چې د فابريكې د ماشينونو پرزې يې په افغانستان كې نه موندل كيږي او دوى په څو ځله له دولتي چارواكو غوښتنه كړې چې له بهرڅخه دې يې وپېري . ډېرى په دې انددي چې كه دولت دغه فابريكې ته پراختيا وركړي او زاړه ماشينونه يې له سره ورغوي، نو له يوه پلوه به يې په توليداتوكې ډېروالى راشي او له بلې خوا نه به ډېرو بې كاره هلمندوالو ته د كار زمينه برابره شي . ځينې كسان وايي چې په دې اړه يې ډېرې هڅې هم كړې دي چې دغه تصدۍ پراخه شي، خو تراوسه يې كوم ځاي نه دى نيولى . ښاغلى محمدشرين وايي چې اوس يې كاركوونكي څه كم ٣٠٠ كسان دي، نوموړى هم په دې باور دى كه چېرې دغې تصدۍ ته دولت پراختيا وركړي نو ډېرو نورو كسانو ته به هم د كار زمينه برابره شي . د بٌست تصدۍ فابريكه د هلمنديو كروندګرو په پنبې چليږي . دغه تصدۍ هركال له هلمنديو ګروندګرو څخه پنبه پېري او ترحلاجي كولو وروسته يې پركورنيو او بهرنيو سوداګرو پلوري . كوكنار او پنبه د هلمنديو كروندګرو دوې عمده كروندې بلل كيږي . په دغه ولايت كې په ژمي كې كروندګر كوكنار او په اوړي كې پنبه كري . كه څه هم د هلمندچارواكي پنبه د 'سپينو زرو' په نامۀ يادوي، خو كروندګرو له كوكنارو څخه منعه كوي . ډېرى كروندګر وايي چې كه چېرې حكومت پنبه په لوړه بيه ترې واخلي نو دوى به هېڅكله كوكنار ونه كري . دا هغه غوښتنه ده چې ډېرى حكومتي چارواكي يې هم پرځاى بولي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
په بلخ کې د اوسپنې ويلې کولو فابريکه جوړيږي14 اپريل, 2008 | خبرونه
کابل کې د شيدو جوړولو کارخانه پرانيستل شوه08 اپريل, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||