BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:13 گرينويچ 2008 ,23 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
دافغانستان په سوېل کې ځانمرگى بريدشوى
 
کندهار کې ځانمرگى (ارشيف)
په تېرو دوو مياشتو کې په سپين بولدک ولسوالۍ کې دا څلرم ځانمرګى بريد و.
د سوېلي کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې نن له غرمې مخکې ځانمرگى شوى چې له امله يې درې ولسي وگړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي،

په کندهار کې د والي له دفتره خبر ورکړ شوى چې په ټپيانو کې درې کسان ددوى د ملي امنيت کارکوونکي دي .

بل خوا په دې ولايت کې د يوه روغتون ډاکترانو د ټپيانو شمېره اتلس کسان ښوولې ده .

بريد نن له غرمې وړاندې شاوخوا يوولس بجې شوى .

په کندهار کې امنيتي چارواکي وايي چې ځانمرگى بريدگر ددوى تر څارنې لاندې و خو کله چې پوه شو نو د خلکو په گڼه گوڼه کې يې ځان وچووۀ .

طالبانو لکه د تېر په څېر ددې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده .

ددوى يو تن وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې دغه ځانمرگى د گل محمد په نامۀ د کندهار يوه اوسېدونکي ترسره کړى دى .

ښاغلي احمدي ادعا وکړه چې په دې بريد کې د ملي امنيت لس کسان کارکوونکي وژل شوي دي .

د يادونې وړ ده چې دا دويم ځانمرگى بريد و چې نن ترسره شو .

په تېرو دوو مياشتو کې په سپين بولدک ولسوالۍ کې دا څلرم ځانمرګى بريد و، په دغه ولسوالۍ کې وروستى ځانمرګى بريد اته ورځې مخکى شوى و، چې له امله يې د سړک جوړونې د شرکت دوه ساتونکي وژل شوي وو .

د هلمند په گرشک کې ځانمرگي مرگ ژوبله اړولې

د افغانستان سوېلي هلمند ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې يوه ځانمرګي دوه تنه ولسي وګړي وژلي او د دوو پوليسو په گډون يې درې کسان ټپيان كړي دي .

هلمند
نژدې درې اوونۍ وړاندې د هلمد په لښکرگاه ښار کې يوه ځانمرگي دوه پوليس او درې ولسي وگړي ووژل .

چارواكي وايي چې بريد كوونكى پلې روان و او د ګرشك د پوليسو ودانۍ ته نژدې يي ځان والوزاوۀ .

وسله والو طالبانو ددغه بريد پړه پرغاړه اخيستې ده .

ځانمرګى بريد نن سهار (چارشنبې، د اپريل ٢٣) شاوخوا اووه بجې د ګرشك ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ په دروازه كې هغه مهال وشو چې پوليسو ودانۍ ته د بريدكوونكي د ننوتلو مخنيوى وكړ .

د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال بي بي سي ته وويل چې د بريد په پايله كې دوه تنه ولسي وګړي مړه او د يوه ولسي وګړي په ګډون دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي .

عيني شاهدانو وويل چې بريد د نجونو يوه ښوونځي ته نژدې په ٢٠ مترۍ كې و شو .

وسله والو طالبانو ددغه بريد پړه پرغاړه اخيستې او وايي چې ١٢ تنه پوليس پكې وژل شوي دي .

د طالبانو يوتن وياندقاري يوسف احمدي بي بي سي ته وويل چې بريدكوونكى نصيرالله نومېده چې د هلمند ولايت اوسېدونكى و .

د سوېلي هلمند ګرشك د روان ٢٠٠٨ ميلادي كال له پيل څخه د يو لړ چاودنو اوځانمرګو بريدونو شاهده ولسوالي ده .

نژدې درې اوونۍ وړاندې د هلمد په لښکرگاه ښار کې يوه ځانمرگي دوه پوليس او درې ولسي وگړي ووژل .

همدارنگه يوه مياشت وړاندې په نوموړې ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي بريد درې بهرني سرتېري ووژل .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
په کندهار کې ١١ پوليس وژل شوي
14 اپريل, 2008 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت