BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت:
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اړو کورنيو ته د خوراکي توکو وېشلو لړۍ پيل شوه
 

 
 
هلمند کې بې وزله ښځې
بې وزلې كورنۍ وايي چې د خواركي توكو د بيو لوړوالي يې ستونزې دوه برابره ډېرې كړې دي .
د افغانستان په سوېلي هلمند ولايت كې چارواکي وايي ددې ولايت اووه زره اړو كورنيو ته د خوراكي توكو د مرستو لړۍ پيل شوه .

چارواكي وايي چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوراك د نړيوال سازمان له خوا شوې او پر جګړه ځپلو كورنيو به ووېشل شي .

د ملګرو ملتونو چارواكي وايي چې د غنمو او نورو خوراكي توكو دغه مرسته د درې مياشتو لپاره ده چې هرې اړې كورنۍ ته به په درېيو مياشتو كې ٢٤٠ كيلو غنم وركړل شي .

په هلمند ولايت كې جنګ جګړو په زرګونو كورنۍ له بې وزلۍ سره مخامخې كړې دي .

بې وزلې كورنۍ وايي چې د خواركي توكو د بيو لوړوالي يې ستونزې دوه برابره ډېرې كړې دي .

د غنمو دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوراك د نړيوال سازمان يا WFP له خوا شوې چې نن (سې شنبې، د اپريل ٢٢) يې پر ٧٠٠٠ جګړه ځپلوكورنيو د وېش لړۍ پيل شوه .

د هلمند د كرنې او مالدارۍ رئيس انجنيرغلام نبي وايي چې دغه كورنۍ دومره غريبې وې، چې د خوراكي توكو د بيو د لوړوالي له كبله يې له بازار څخه د توكو د رانيولو هېڅ وس نه درلود .

هغه وويل چې په دې مرسته كې هره مياشت سل كيلوګرامه غنم راځي چې پرلپسې درې مياشتې به پر دغو غريبو كورنيو باندې ووېشل شي :

'' موږ اوس هرې كورنۍ ته سل كيلو غنم ورکوو، چې دا بيا څو نور پړاوونه هم لري ، موږ داسې كورنۍ ددغو مرستو وړ وبللې چې مياشتنى عايد يې تر دوه زره افغانيو كم وي، په هلمند ولايت كې د خوراكي توكو د بيو لوړوالي هم ددغو بې وزلو كسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ كړى دى .''

له هلمند سره مرسته شوي خوغنم
زه له ټولو حكومتي چارواكو څخه غوښتنه كوم چې د مرستو په وېش كې دې ځنډ او خنډ نه راولي او ژر دې يې خلكو ته وېشي كه نه نړيوال ښايي په راتلونكي كې د هلمند ولايت مرستې نورو ولايتونو ته وركړي

په هلمند ولايت كې د ملګرو ملتونو د خوراك د نړيوال سازمان استازي عجيب خان كوچي پرحكومت نيوكه وكړه چې خوراكي توكي پر وخت پر اړوكورنيو نه وېشي .

هغه وويل چې دغه خوراكي توكي له ډېرې مودې څخه هلمند ولايت ته رارسېدلي وه، خو په يوه او بله بهانه يې د وېش چارې ناوخته پيل شوې .

هغه وويل كه په راتلونكي كې هم دغه چاره تكرار شي نو ښايي نړيوال د هلمند مرستي نورو ولايتونو ته وركړې :

'' زه له ټولو حكومتي چارواكو څخه غوښتنه كوم چې د مرستو په وېش كې دې ځنډ او خنډ نه راولي او ژر دې يې خلكو ته وېشي كه نه نړيوال ښايي په راتلونكي كې د هلمند ولايت مرستې نورو ولايتونو ته وركړي . زه وايم چې كه چارواكي پر خپلو غريبانو زړه سوى ولري دابه ښه وي .''

په هلمند ولايت كې ٢٢ زره كورنۍ د جګړو له امله بېځايه شوې چې د رپوټونو له مخې ډېرى يې په بدحالت كې ژوند كوي .

له دغو بېځايه شوو كورنيو څخه ډېرى دخوراكي توكو نشتوالى خپله غټه ستونزه بولي .

كه څه هم اوس دغه مرسته د هلمند د مركز لښكرګاه پرمېشتو اړو كورنيو وېشل كيږي، خو د ترلاسه شوو رپوټونو له مخې د هلمند په ولسواليو كې هم ډېرې بې وزلې كورنۍ شته چې وايي تر اوسه يې د هېچا مرسته نه ده ليدلې .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت