BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 14:37 گرينويچ 2008 ,16 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کابل له گاونډيانو نه غنم پيري .
 

 
 
افغانستان ٦٠٠ زره ټنه غنمو ته اړتيا لري
د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وايي قزاقستان او پاکستان هيوادونو ورسره ژمنه کړې، چې د غنمو د کمښت په له منځه وړو کې به مرسته ور سره کوي
د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وايي، دغه هيواد ٦ سوه زره ټنه غنمو ته اړتيا لري چې بايد له گاونډيو هيوادنو نه يې وارد کړي. د دغه وزارت په وينا، قزاقستان او پاکستان هيوادونو ورسره ژمنه کړې، چې د غنمو د کمښت په له منځه وړو کې به مرسته ور سره کوي.

په نړيواله کچه د خوراکي توکو د بيو په لوړېدو افغانستان کې هم د دغو توکو بيې ډېرې اوچتې شوي چې ددغه هيواد عام وگړي يې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

له دې سره سره چې د افغانستان د سوداگرۍ وزير په دغه هيواد کې د غنمو د کمښت د له منځه وړو لپاره د يو شمېر گاونډيو هيوادونو ژمنې د پام وړ بولي.

خو وايي، تر هغو چې د افغانستان د کرنې وزارت د غنمو توليد ډېر نکړي او په دې برخه کې يې هيواد په ځان بسيا نه شي، دغه ستونزه به پرځاى پاتې وي.

وزير ميرمحمدامين فرهنگ وايي، ٦٠٠ زره ټنو غنمو ته اړتيا ده، چې د افغانستان د خلکو ستونزې د خوراکي توکو د کمښت په برخه کې ورباندې اوارې شي.

 موږ تر دې مهاله له ډېرو هيوادونو او کمپنيو سره خبرې کړې چې دغه ستونزه حل کړو، نن مې د قزاقستان له سفير سره وکتل او د روسيې سفير به هم ووينم، زه خپله غواړم يو شمېر گاونډيو هيوادونو ته سفر وکړم او د بيو د راټيټولو لپاره به يوه اندازه غنم وپېرو، قزاقستان او پاکستان هيوادونو په دې برخه کې د مرستې ژمنې کړې دي.
 

که څه هم افغانستان يو کرنيز هيواد دى او ډېرى ځمکې يې د کر وړ دي، خو د تېرو کلونو پرله پسې وچکاليو او همدارنگه په دغه هيواد کې د پرمختللي کرنيز نظام نه شتون دې ته لاره پرانيستې چې دغه هيواد دې د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزير وايي، دا مهال په نړيواله کچه د خوراکي توکو او غنمو بيې لوړې شوي، له همدې امله سوداگر د غنمو له واردولو نه ډډه کوي.

د هغه په وينا، کله چې سوداگر بهر کې غنم په لوړه بيه واخلي دلته يې خلک د اخيستو توان نه لري، چې د هغه په وينا له همدې امله بايد حکومت له يو شمېر گاونډيو هيوادونو سره تړونونه وکړي او خلکو ته په مناسبه بيه غنم راوړي.

ښاغلي فرهنگ وايي، حکومت ورسره ژمنه کړې چې د همدې لپاره به ٥٠ ميليونه ډالره په واک کې ورکوي.

افغانستان نژدې خپل ټول د اړتيا وړ خوراکي توکي له گاونډيو هيوادونو نه واردوي، چې په دې وروستيو کې يې کچه ټيټه شوې او خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د دغه هيواد د سوداگرۍ وزير وايي، هڅه به وکړي دغه توکي بيا هم له نژدې او گاونډيو هيوادونو نه وارد کړي، دا ځکه چې د هغه په وينا، له لرې هيوادونو نه د خوراکي توکو واردول ډېر لگښت ته اړتيا لري.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت