|
هلمندي سندرغاړي ولې سندرې نه شي ويلاى ؟
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د هلمند په ولايت کې سندرغاړي وايي دنا امنيو له كبله يې اوس پرخپل سندرو بنديز لګولي دي .
سندرغاړي وايي چې نه خو خلك زړه ښه كوي چې دخوښۍ په مراسمو كې دوى ته بلنه وركړي اونه هم دوى دناامنيو له ويرې دسندرو ويلو جرئت كولاي شي . ځايي خلک وايي له دې سره په هلمندولايت كې د خوښۍ محفلونه اوس له بې خوندۍ سره مخامخ شوي دي . وسله والو طالبانو دخپلې واكمنۍ پرمهال پرسندرو اودهغوى پرويونكو بنديزلګولي و . د هلمند ولايت يو وخت دگڼو سندرغاړو دكنسرتونو شاهد و خواوس پكې سندرغاړي سندرو ويلو ته زړه نه ښه كوي . سندرغاړي وايي په دې وروستيو كې روانو ناامنيو د د دوى په ستونو كې سندري وچې كړې دي . له دې وړاندې به داختر او نورو دويزو ميلو ترڅنګ دخلكو ودونه اودخوښۍ مراسم دهلمنديو سندرغاړو په سندرو ښكلي وه خواوس هغه وخت ديوه خوب په څير ځينو ته تيرشوى او نه ستنيدونکى ښکاري . د هلمندولايت سيمييزسندرغاړي وايي چې وړاندې كلونه به دهلمنددمركز ترڅنګ ولسواليو ته تلل اوهلته به يې سندرې ويلې خو اوس زړۀ نشي كولاى . د هلمندولايت مشهور سندرغاړى شاګل د سندرو د نه ويلو دليل په هغه ويره کې ويني چې هسې نه بده پېښه وشي اوبيګناه خلك ونه وژل شي . (( امنيتي شرايط ډېرخراب دي ويريږو چې زموږ په كنسرت كې كومه بده پېښه رامنځته نشي ، په لسګونه خلك زموږ سندرو ته ناست يي موږ ويريږو چې هغوى مړه نشي ، اوبل موږ هم ټوله ديوه كور كسان يو څوك باجه راسره وهي څوك رباب اوڅوك مو سندري وايي نوموږ نه غواړو چې يا خپل ځان ته تاوان ورسوو اويا هم خپلو مينوالو ته ، نو له كومه وخت چې موږ موسيقي پرايښې اوس مو اقتصادي حالت هم صفرته راټيټ شوى )) حبيب الله يوبل هلمندى سندرغاړى دى هغه وايي چې وړاندې به يې دخپلو وطنوالو دخوشالۍ مراسم په خپل ږغ ښكلي كول خو اوس دناامنۍ
له كبله دغه كار نشي كولاي .
هغه وايي ده يوازى په هلمندولايت كې سندري نه ويلې بلكې په ځينو نورو سويلي ولايتونو کې به يې هم دخوښيو په مراسمو كې سندري ويلې چې اوس د ناامنيو له كبله هغه ولايتونه هم ورڅخه پاته شوي دي . (( وړاندې مې نه يوازې په هلمند بلكې په كندهار ولايت كې هم په ودونونو اودخوښيو په مراسمو كې ګډون كاوۀ خواوس ناامنۍ زموږ كار ته زيا ن رسولى اوس دغه كار نشو كولاى )) دهلمندولايت ګڼ اوسيدونكي وايي چې دوى هم د ناامنۍ له كبله اوس سندرغاړي دخپلو خوښيو مراسموته نشي بيوللى . يو هلمندى ځوان چې نه غواړي ږغ يې خپور شي وايي چې له لويه سره يې دا يو ارمان و چې په خپل واده كې به سندرغاړى راولي خوڅه موده وړاندې يې واده بيله سندرغاړو او سندرو تيرشو . د هلمند داطلاعاتوكلتور ريس جانګل خان كه څه هم مني چې ناامنيو پر هنري كارونو سيورى غوړولى خوامنيتي وضعه له كنټروله وتلې نه بولي . ډيرى سندرغاړي له وسله والو طالبانو څخه ويره لري خو ښکاره يې نوم نه اخلي . ځينې گنگوسې داسې دي چې گواکې وسله والو طالبانو ورته گواښونه کړي دي خو سندرغاړي په خپله خولۀ دغه خبره نه کوي او نه هم وسله وال طالبان په دې برخه کې څه وايي . طالبانو دخپلې واكمنۍ پرمهال پرموسيقۍ بنديزلګولى و . د دوى په واکمنۍ کې بې موسيقي په ترنم ويل شوې ترانې خپريدې او که به چا په کسيټونو کې سندرې اوريدې نو له سزا سره مخامخ و . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||