BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:25 گرينويچ 2008 ,02 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په سلو کې ٦٠ هلمندوال تليفوني اسانتياوې نه لري
 

 
 
گرځنده تليفون
وسله والو طالبانو له څه باندې يوې مياشتې راپدېخوا په افغانستان كې دګرځنده تليفون د ١٥ په شاوخوا كې انتنونه ويجاړكړي دي .
د هلمندولايت د مخابراتو د رياست چارواكي وايي چې د ناامنيو له كبله د هلمندپه سلو كې٦٠ وګړي د تليفون له اسانتياوو څخه بې برخې شوي دي .

چاوراكي وايي چې له دې شمېرڅخه ډېرى د موسى كلا، سنګين اوكجكي ولسواليو اوسېدونكي دي .

ددې ولسواليو د ځايي خلكو په وينا دوى وروسته له هغه دتليفون له اسانتياوو نه بې برخې شول کله چې وسله والو طالبانو دګرځنده تليفون يوانتن وسوځاوۀ .

وسله والو طالبانو له څه باندې يوې مياشتې راپدېخوا په افغانستان كې دګرځنده تليفون د ١٥ په شاوخوا كې انتنونه ويجاړكړي دي .

د هلمندولايت موسى كلا، سنګين اوكجكي هغه ولسوالۍ دي چې له يوې مياشتې راپدېخوا يې ځايي خلك دګرځنده تليفون له اسانتياوو څخه بې برخې شوي دي .

په دې ولسواليو كې وروسته له هغه ګرځنده تليفونونه بند شول کله چې وسله والو طالبانو په سنګين ولسوالۍ كې دروشن د مخابراتي شركت يوانتن ويجاړكړ .

كه څه هم دګرځنده تليفوني شركتونو چارواكي نه مني چې ګواكي دهلمند په ځينو ولسواليو كې د شپې له پلوه تليفونه بنديږي خو د ځينوولسواليو ځايي خلك وايي چې د ورځې يې تليفونونه كاركوي خو د شپې نه .

وسله والو طالبانوڅه باندې يوه مياشت وړاندې له ګرځنده تليفوني شبكو څخه وغوښتل چې د مازيګر له پنځو بجو څخه دسهار تر اوو بجوپورې دې خپل سيګنالونه بندوي .

طالبان ادعاكوي چې په افغانستان كې مېشتو نړيوالو سرتېرو ته دګرځنده تليفونونو له لارې جاسوسي كيږي، خو چارواكي بيا دا ادعانه مني .

د هلمندولايت ګڼ اوسېدونكي تليفون يوه داسې اسانتيا بولي چې په نشتوالي يې خلك له گڼو ستونزو سره مخامخ كيږي .

دوى له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه لري چې پرګرځنده تليفوني شركتونو دې لګول شوى بنديز ليرې كړي .

د هلمندولايت د مخابراتو د رياست مرستيال عبدالهادي وايي چې دطالبانو دګواښ سره سم په سلو كې٦٠ هلمندوال له تليفوني اسانتياووڅخه بې برخې شوي دي .

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې ديوې مياشتې په موده كې وسله والو طالبانو پرشاوخوا ١٥ تليفوني انتنونو بريدونه كړي چې دافغانستان د مخابراتو د وزارت د چارواكو له خوا يې زيان دوه ميليونه امريكايي ډالره بلل شوى دى .

كه څه هم دافغانستان د مخابراتو وزير څه موده وړاندې بي بي سي ته ويلي وه چې اوس طالبان پرخپل دغه كار پښېمانه دي اوځينې طالب قومندانانو بېرته د تليفوني اسانتياوو غوښتنه كړې، خو د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد دغه خبره نه مني او وايي چې اوس هم پرخپله پرېكړه ولاړ دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت