BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت:
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
'د خصوصي ترانسپورتي شركتونوعوايد ډېرشوي'
 

 
 
بس
دا خصوصي شركتونه د هلمند له مركز څخه په پلازمېنې كابل سربېره هرات، كندهار او نيمروز ولايتونو ته سپرلۍ لېږدوي .
د سوېلي ولايت هلمندچارواكي وايي په دې ولايت كې د خصوصي ترانسپورتي شركتونو په فعاليت سره په كلنيو عوايدو كې ډېروالى راغلى دى .

په هلمند ولايت كې دامهال څلور خصوصي ترانسپورتي شركتونه فعاليت كوي چې د چارواكو په وينا په راتلونكي كې به نور هم ډېرشي .

په هلمند كې د ملي بس دولتي ترانسپورت هم تېره اوونۍ په لومړي ځل په فعاليت پيل كړى دى .

د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر په هلمندولايت كې هم په دې ورستيو كې گڼو خصوصي ترانسپورتي شركتونو په كار پيل كړى دى .

دا خصوصي شركتونه د هلمند له مركز څخه په پلازمېنې كابل سربېره هرات، كندهار او نيمروز ولايتونو ته سپرلۍ لېږدوي .

د خصوصي ترانسپورتي شركتونو ترڅنګ دملي بس دولتي ترانسپورتي شركت هم تېره اوونۍ په هلمندولايت كې په لومړى پلا خپل فعاليت پيل كړ .

د هلمند ولايت د ترانسپورت رئيس حاجي عبدالغفور توخى وايي چې د ملي بس دولتي شركت به د هلمند په مركز كې د کمې كرايې په بدل كې سپرلۍ له يوه ځاى څخه بل ځاى ته لېږدوي .

په دغه ولايت كې وروستى خصوصي ترانسپورتي شركت بهاوالحق و چې تېره اوونۍ يې په فعاليت پيل وكړ .

ددې شركت رئيس حاجي شامحمدوايي چې دخپل ٣٠٣ موټرونو په واسطه به له لښكرگاه څخه دپلازمېنې كابل سربېره ځينو نورو ولايتونو ته سپرلۍ ولېږدوي .

چارواكي وايي چې د خصوصي ترانسپورتي شركتونو د فعاليت سره په دولتي عوايدو كې هم د پام وړ ډېروالى راغلى .

د هلمند ولايت يوځايي اوسېدونكى حاجي محمداكرم وايي چې دخصوصي ترانسپورتي شركتونو تر ډېره د ولايتونو ترمنځ د تګ راتګ ستونزې هوارې كړې دي .

د هلمند والي محمدګلاب منګل له ملي سوداګرو څخه غوښتنه كوي چې خلكو ته دې داسانتياوو په برابرولو كې مرسته وكړي .

هغه وايي چې حكومت تل خصوصي سكتور ته پام كړ او د ملي پانګوالو اسانتياوې يې برابرې كړي دي .

سوېلي هلمندولايت ته وروسته له هغه خصوصي ترانسپورتي شركتونه راغلل چې ددې ولايت له مركز څخه دكندهار- هرات ترلويې لارې پورې ٥٠ كيلومتره سړك ورغول شو .

چارواكي وايي چې په پام كې لري د هلمند ولسواليو ته هم غزېدلې لارې جوړې كړي، خو د امينت د نشتوالي له كبله دغه كار نشي كولاى .

چارواكي له ولسي خلكو څخه غوښتنه كوي چې دسړكونو د رغولو د امنيت په ساتلو كې دې له حكومت سره مرسته وكړي ، چې دتګ راتګ په برخه كې اسانتياوې رامنځته شي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت