|
افغان او ترکمن مشران پر گاز او برېښنا غږيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو په عشق اباد کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په ترڅ کې افغانستان ته د ترکمنستان د برېښنا پر ورکړې او له افغان خاورې څخه د هند نيمې وچې ته د گازو د نلليکې پر غځولو خبرې اترې کړي دي . ښاغلى حامد کرزى د ترکمنستان د ولسمشر قربان على بردي محمد اف په بلنه د پنجشنبې له ورځې په ترکمنستان کې دى چې د ښاغلي محمد اف له ټاکنې وروسته يې هغه هيواد ته لومړنى سفر دى . ترکمن چارواکي وايي چې د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د برېښنا او گازو د صادرولو په برخه کې خبرې کړي او سره چمتو شوي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د لا ډيرو اقتصادي همکاريو لپاره دې شرايط جوړ شي . له تيرو نژدې ١٥ کلونو څخه ترکمنستان ليوالتيا ښيي چې د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته گاز صادر کړي . ترکمنستان د گازو ځينې سترې زيرمې لري چې ډيره برخه يې د روسيې له لارې نورې نړۍ ته ليږدي خو ترکمن چارواکي ليواله دي چې د گازو لپاره نوي بازارونه ومومي . د ٢٠٠٦ کال د فبروري په مياشت کې رپوټ ورکړل شوى و چې افغانستان ، ترکمنستان او پاکستان د گازو د نلليکې د غځولو په برخه کې سره سلا شوي دي . دغه نلليکه به شاوخوا ١٣٠٠ کيلومتره اوږده وي چې څو ميليارده ډالره پانگونه غواړي . د پانگوالو له موندلو سره جوخت په افغانستان کې د امنيت ستونزو د دغې نلليکې برخليک د ډيرو په گومان تت پرايښى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه چارواکي: په٢ کلونوکې د غازو د نلليکې کار پيليږي 19 فبروري, 2006 | خبرونه ايران او پاکستان د غازو پر نلليکې خبرې وکړې25 جنوري, 2006 | خبرونه جرمني ته له روسيې نه د نلليکې د غځىدو کار پيل شو09 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
~RS~q~RS~~RS~z~RS~32~RS~)