BBCPashto.com

11:15 گرينويچ 2007 ,30 مۍ

حنان حبىبزى
له کابله

په کابل کې د ملالۍجويا په ملاتړ لاريون وشو

په کابل کې د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر يونما په وړاندې د ملالۍ جويا په ملاتړ په سلگونو کسانو لاريون وکړ او کار ته يي د ولسي جرگې د استازې د ورگرځيدو غوښتنه وکړه .

لاريون کونکي له بيلا بيلو ولايتونو څخه د هغې د ملاتړ لپاره راغلي دي .

لاريون کونکو ملالۍ جويا خپل غږ وباله او له له ملگرو ملتونو څخه يي وغوښتل چې کار ته د ملالۍجوياد ورگرځيدو په برخه کې مرسته وکړي .

لاريون کونکو داسې شعارونه ليږدول چې ولسي جرگې ته يي د ملالۍ جويا د ورگرځيدو غوښتنه کوله .

دوى په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سياسي استازۍ يونما ددفتر په وړاندې راټول شول او په کلکه يي ترې وغوښتل چې ددوى د غوښتنې د پرځاى کولو لپاره پريکنده گامونه واخلي .

د لاريون کونکو ترمنځ چې نورستانيان او پشه يان هم ليدل کيدل ، د جنگي سالارانو په ضد يي نارې وهلې او د قانون د جنايت کارانو د محکمې غوښتنه يي کوله .

دسه شنبې په ورځ د بغلان ولايت د پلخمري په ښار کې په سلگونو کسانو د ملالۍ جويا په ملاتړ غونډه وکړه او پارلمان ته يي د هغې د بيا گرځيدو غوښتنه وکړه .

خو په دې دوه وروستيو ورځو کې دادوم ځل دى چې په سلگونو کسان د ملالۍ جويا په ملاتړ لاريون کوي .

ولسي جرگې د ملالۍ جويا کار له هغې وروسته وځنډاو چې نوموړې په يوه ټلويزوني مرکه کې د افغانستان پارلمان له غوجلې سره پرتله کړ .

خو نوموړې يو خبري کنفرانس ته وويل چې ټلويزون ددې خبرې اړولې وې او دا به د يوې ځانگړې محکمې له لارې د ځان دفاع وکړي .

اغلې جويا په افغانستان کې د جنگي سالارانو او جگړيزو مجرمينو وتلې بل اندې يا منتقده ده .

د نوموړې غوښتنه داده چې په افغانستان کې پر جگړيز تيري تورن کسان محکمې ته راوکاږل شي.
خو دمجاهدينو او نورو وسله والو ډلو د مشرانو له مخالفت سره مخامخ ده .