BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:15 گرينويچ 2007 ,30 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
په کابل کې د ملالۍجويا په ملاتړ لاريون وشو
 

 
 
جويا
اغلې جويا په افغانستان کې د جنگي سالارانو وتلې بل اندې او منتقده ده
په کابل کې د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر يونما په وړاندې د ملالۍ جويا په ملاتړ په سلگونو کسانو لاريون وکړ او کار ته يي د ولسي جرگې د استازې د ورگرځيدو غوښتنه وکړه .

لاريون کونکي له بيلا بيلو ولايتونو څخه د هغې د ملاتړ لپاره راغلي دي .

لاريون کونکو ملالۍ جويا خپل غږ وباله او له له ملگرو ملتونو څخه يي وغوښتل چې کار ته د ملالۍجوياد ورگرځيدو په برخه کې مرسته وکړي .

لاريون کونکو داسې شعارونه ليږدول چې ولسي جرگې ته يي د ملالۍ جويا د ورگرځيدو غوښتنه کوله .

دوى په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سياسي استازۍ يونما ددفتر په وړاندې راټول شول او په کلکه يي ترې وغوښتل چې ددوى د غوښتنې د پرځاى کولو لپاره پريکنده گامونه واخلي .

د لاريون کونکو ترمنځ چې نورستانيان او پشه يان هم ليدل کيدل ، د جنگي سالارانو په ضد يي نارې وهلې او د قانون د جنايت کارانو د محکمې غوښتنه يي کوله .

دسه شنبې په ورځ د بغلان ولايت د پلخمري په ښار کې په سلگونو کسانو د ملالۍ جويا په ملاتړ غونډه وکړه او پارلمان ته يي د هغې د بيا گرځيدو غوښتنه وکړه .

ملالۍ جويا دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ولسي جرگې له خوا د هغې پر کار بنديز ولگول شو.

 ملگري ملتونه دې ولسي جرگې ته د ملالۍ جويا د بيا ورگرځيدو په اړه پريکنده گامونه واخلي
 
لاريون کونکي

او بيا په کابل ، ننگرهار او فراه کې د اغلې جويا په ملاتړ لاريونونه وشول .

خو په دې دوه وروستيو ورځو کې دادوم ځل دى چې په سلگونو کسان د ملالۍ جويا په ملاتړ لاريون کوي .

ولسي جرگې د ملالۍ جويا کار له هغې وروسته وځنډاو چې نوموړې په يوه ټلويزوني مرکه کې د افغانستان پارلمان له غوجلې سره پرتله کړ .

خو نوموړې يو خبري کنفرانس ته وويل چې ټلويزون ددې خبرې اړولې وې او دا به د يوې ځانگړې محکمې له لارې د ځان دفاع وکړي .

اغلې جويا په افغانستان کې د جنگي سالارانو او جگړيزو مجرمينو وتلې بل اندې يا منتقده ده .

د نوموړې غوښتنه داده چې په افغانستان کې پر جگړيز تيري تورن کسان محکمې ته راوکاږل شي.
خو دمجاهدينو او نورو وسله والو ډلو د مشرانو له مخالفت سره مخامخ ده .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت