BBCPashto.com

13:24 گرينويچ 2007 ,16 اپريل

خپلواک ساپى
له کابله

ايا نوې سياسي ټلوالې د پخواني پاچا کورنۍ سره وېشلې ؟

د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر لمسي مصطفى ظاهر دا منلې چې د کورنۍ په استازيتوب نوې سياسي ټلوالې ته نه دى ورغلى خو په دې اړه د خپل نيکه له ادرسه د خپرې شوې اعلاميې په ريښتنولۍ شک ښيي .

په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه جبهه له پخواني پاچا او د هغه له کورنۍ سره هيڅ تړاوو نه لري او دا هم راغلي څوک حق نه لري چې د خپلوۍ د اړيکو په پلمه په جبهه کې د پخواني پاچا او د هغه د کورنۍ استازيتوب وکړي .

دا هغه اشارې دي چې په دغه نوي سياسي تشکيل کې د پخواني پاچا د لمسي مصطفى ظاهر غړيتوب ته مخامخ بلل کيږي .

که څه هم چې د ملي جبهې په نامه دغه نوى سياسي تشکيل د خپل ترکيب له اړخه له هماغه پيله له گڼو پوښتنو سره مخامخ دى ، خو په دې مينځ کې ډيرو ته د حيرانتيا خبره په ټلواله کې د پخواني پاچا د لمسي مصطفى ظاهر غړيتوب دى .

پوښتنه دا ده چې ايا د پاچا دغه لمسى په جبهه کې د ټولې کورنۍ او د کورنۍ د پلويانو استازيتوب کوي او که دا چې غړيتوب يې فردي اړخ لري ؟

په حقيقت کې د پخواني پاچا له ادرسه د جبهې په تړاو په خپرې شوې اعلاميې کې د دې خبرې راتله چې نه خو پخوانى پاچا له دغې جبهې سره څه تړاو لري او نه خو څوک په ټلواله کې د هغه د کورنۍ استازيتوب کولى شي ، همدغې پوښتنې ته ځواب دى .

که څه هم چې دى د چا نوم نه اخلي خو وايي دا مهال يې د نيکه روغتيا ډيره خرابه ده او په وينا يې د دې وس نه لري چې دا ډول کومه اعلاميه خپره کړي .

(( ما دا اعلاميه لوستلې ده . زه دې ته ډير اهميت نه ورکوم . ځکه چې زما ټولې هغه خبرې او سپارښتنې ښې په ياد دي چې نيکه ، ترونو او د ترونو زامنو راته کړي دي . زما دا هم په ياد دي چې څه ډول يې زما پر سر قران شريف ونيوۀ او دعا يې راته وکړه . زه دا فکر نه کوم چې زما نيکه دې په داسې يوه حالت کې وي چې پخپله دا ډول اعلاميې ورکړي . دا ما ته کوم تاوان نه شي اړولى . زه يو افغان او يو مسلمان يم او دا مې حق دى چې د خپل هيواد په سياست ، اقتصاد ، کلتور او ټولنيزو چارو کې فعاله ونډه واخلم . که اعلاميه وي او که نه وي زه به همدا کار کوم . ))

ددغې ټلوالې د سر ځينې کسان په وروستيو دوو لسيزو او ان د انتقالي حکومت د رامينځ ته کيدو په مهال د حکومت سر ته د پخواني پاچا له راتلو سره سخت مخالف وو .

د پخواني پاچا يو کلک پلوى او د داود خان د واکمنۍ د مهال د کابينې غړى عزيزالله واصفي ټوله خبره د همدا ډول يوې معاملې پايله بولي .

(( دوى د افغانستان د ادارې د خپلولو لپاره مصطفى ظاهر ته دا ويلي چې دى به جمهوري رياست اخلي او حکومت به دوى ته سپاري . مصطفى ظاهر خو په دې مملکت کې نه کوم قدرت لري او نه کوم تنظيمي او حزبي حرکت . د ده له شان سره هم دا مناسبه نه ده چې ځان په تنظيمي او قومي شخړو کې راښکيل کړي . دى کوم رول هم نه شي لوبولى . زما په فکر دا يوه ناکامه پروسه ده . په تيره بيا د مصطفى ظاهر لپاره ډيره ناکامه ده . يوازينۍ پايله به يې دا وي چې ملت به له ځانه خوابدى کړي . ))

د ځواب تر شا د ښاغلي واصفي استدلال دا دى چې د ټلوالې له لورې د اساسي قانون او په ترڅ کې يې د هيواد د سياسي نظام د بدلولو په اړه د جبهې د مخې ته شوي وړانديز هدف د واک د ويش پر سر همدا ډول يوۀ جوړ جاړي ته د لارې پرانيسته دي .

همدا پوښتنه مې پخپله مصطفى ظاهر ته ورمخې ته کړه چې ايا دى په ريښتيا غواړي په راروانو انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د څوکۍ د کانديد په توگه ودريږي ؟

(( زه چې کله هغې څلور لارې ته ورسيدم نو په خپله خوله به د افغانستان شريف ولس ته دا اعلان وکړم چې پر کوم لوري د مخې ته تلو تکل لرم .))

دې هر څه ته په کتو سره يوه پوښتنه دا هم ده چې که چيرې د پاچا دغه لمسى د جبهې د کانديد په توگه رامخې ته شي نو ايا د پخواني پاچا پلويان به يې ملاتړ وکړي ؟

ښاغلى واصفي چې د پخواني پاچا د مشهورو پلويانو په سر کې راځي وايي چې نه خو اوس هغه پخوانى ملاتړ پاتې دى او نه د ملاتړ دننه مصطفى ظاهر دومره مشهور دى چې څوک دې رايه ورکړي .

(( زه پخپله په دې جريان کې عامل سړى وم . د کرزي پلار هم له ما سره وو . د قومونو ډير مشران راسره وو . په دې کې د مصطفى ظاهر ونډه د ميلمستياوو له سمبالولو پرته نور څه نه وه . خو زه اوس په ټوله کې دغه جريان له مينځه تللى بولم . ځکه چې پخپله پاچا هم موږ پر ميدان پريښودو . خو که چيرې دغه جريان يو څه پاتې هم وي ، نو بيا به هم مصطفى ظاهر ته تسليم نه شي . ))

دا چې دغه جبهه به په خپلو موخو کې څومره بريالۍ شي او په اړه به يې د کتونکو او شننونکو وړاندوينې څومره سمې وخيژي لا هم د وخت خبره ده .

خو څه چې په دې مينځ کې روښانه دي هغه دا دي چې د پخواني پاچا له پراخې کورنۍ نه د لومړي ځل لپاره نسبتآ کشر او په دريم نسل پورې تړلي غړي د افغانستان په سياست کې دخپل بخت د ازمايلو تکل کړى دى .

دا ډول دا پوښتنه د ډيرو په گومان لا هم پر ځاى پاتې ده چې ايا دغۀ مخکيني شهزاده د خپل بخت د ازمايلو لپاره سمه لاره خپله کړې او که تيروتنه يې کړې ده .

.