BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:24 گرينويچ 2007 ,16 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
ايا نوې سياسي ټلوالې د پخواني پاچا کورنۍ سره وېشلې ؟
 

 
 
ظاهر خان
د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه له خوا خپرې شوې اعلاميې ويل چې دى او کورنۍ يې له نوې ټلوالې سره تړاو نه لري
د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر لمسي مصطفى ظاهر دا منلې چې د کورنۍ په استازيتوب نوې سياسي ټلوالې ته نه دى ورغلى خو په دې اړه د خپل نيکه له ادرسه د خپرې شوې اعلاميې په ريښتنولۍ شک ښيي .

په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه جبهه له پخواني پاچا او د هغه له کورنۍ سره هيڅ تړاوو نه لري او دا هم راغلي څوک حق نه لري چې د خپلوۍ د اړيکو په پلمه په جبهه کې د پخواني پاچا او د هغه د کورنۍ استازيتوب وکړي .

دا هغه اشارې دي چې په دغه نوي سياسي تشکيل کې د پخواني پاچا د لمسي مصطفى ظاهر غړيتوب ته مخامخ بلل کيږي .

که څه هم چې د ملي جبهې په نامه دغه نوى سياسي تشکيل د خپل ترکيب له اړخه له هماغه پيله له گڼو پوښتنو سره مخامخ دى ، خو په دې مينځ کې ډيرو ته د حيرانتيا خبره په ټلواله کې د پخواني پاچا د لمسي مصطفى ظاهر غړيتوب دى .

پوښتنه دا ده چې ايا د پاچا دغه لمسى په جبهه کې د ټولې کورنۍ او د کورنۍ د پلويانو استازيتوب کوي او که دا چې غړيتوب يې فردي اړخ لري ؟

په حقيقت کې د پخواني پاچا له ادرسه د جبهې په تړاو په خپرې شوې اعلاميې کې د دې خبرې راتله چې نه خو پخوانى پاچا له دغې جبهې سره څه تړاو لري او نه خو څوک په ټلواله کې د هغه د کورنۍ استازيتوب کولى شي ، همدغې پوښتنې ته ځواب دى .

د پاچا دغه لمسى پخپله هم دا گڼي چې په جبهه کې د خپلې کورنۍ استازيتوب نه کوي . خو له دې سره سره د خپل نيکه له ادرسه د خپرې شوې اعلاميې په ريښتنولۍ شک لري .
مصطفى ظاهر د خپل نيکۀ له خوا خپره شوې اعلاميه مهمه نه بولي

که څه هم چې دى د چا نوم نه اخلي خو وايي دا مهال يې د نيکه روغتيا ډيره خرابه ده او په وينا يې د دې وس نه لري چې دا ډول کومه اعلاميه خپره کړي .

(( ما دا اعلاميه لوستلې ده . زه دې ته ډير اهميت نه ورکوم . ځکه چې زما ټولې هغه خبرې او سپارښتنې ښې په ياد دي چې نيکه ، ترونو او د ترونو زامنو راته کړي دي . زما دا هم په ياد دي چې څه ډول يې زما پر سر قران شريف ونيوۀ او دعا يې راته وکړه . زه دا فکر نه کوم چې زما نيکه دې په داسې يوه حالت کې وي چې پخپله دا ډول اعلاميې ورکړي . دا ما ته کوم تاوان نه شي اړولى . زه يو افغان او يو مسلمان يم او دا مې حق دى چې د خپل هيواد په سياست ، اقتصاد ، کلتور او ټولنيزو چارو کې فعاله ونډه واخلم . که اعلاميه وي او که نه وي زه به همدا کار کوم . ))

ددغې ټلوالې د سر ځينې کسان په وروستيو دوو لسيزو او ان د انتقالي حکومت د رامينځ ته کيدو په مهال د حکومت سر ته د پخواني پاچا له راتلو سره سخت مخالف وو .

خو اوس د جبهې په ترکيب کې د هغه د لمسي هرکلى کوي . همدې خبرې دا پوښتنه هم رامينځ ته کړې چې ايا دا خو د واک د گټلو په سر کومه نوې معامله نه ده ؟

 ددغې ټلوالې د سر ځينې کسان په وروستيو دوو لسيزو او ان د انتقالي حکومت د رامينځ ته کيدو په مهال د حکومت سر ته د پخواني پاچا له راتلو سره سخت مخالف وو . خو اوس د جبهې په ترکيب کې د هغه د لمسي هرکلى کوي
 

د پخواني پاچا يو کلک پلوى او د داود خان د واکمنۍ د مهال د کابينې غړى عزيزالله واصفي ټوله خبره د همدا ډول يوې معاملې پايله بولي .

(( دوى د افغانستان د ادارې د خپلولو لپاره مصطفى ظاهر ته دا ويلي چې دى به جمهوري رياست اخلي او حکومت به دوى ته سپاري . مصطفى ظاهر خو په دې مملکت کې نه کوم قدرت لري او نه کوم تنظيمي او حزبي حرکت . د ده له شان سره هم دا مناسبه نه ده چې ځان په تنظيمي او قومي شخړو کې راښکيل کړي . دى کوم رول هم نه شي لوبولى . زما په فکر دا يوه ناکامه پروسه ده . په تيره بيا د مصطفى ظاهر لپاره ډيره ناکامه ده . يوازينۍ پايله به يې دا وي چې ملت به له ځانه خوابدى کړي . ))

د ځواب تر شا د ښاغلي واصفي استدلال دا دى چې د ټلوالې له لورې د اساسي قانون او په ترڅ کې يې د هيواد د سياسي نظام د بدلولو په اړه د جبهې د مخې ته شوي وړانديز هدف د واک د ويش پر سر همدا ډول يوۀ جوړ جاړي ته د لارې پرانيسته دي .

همدا پوښتنه مې پخپله مصطفى ظاهر ته ورمخې ته کړه چې ايا دى په ريښتيا غواړي په راروانو انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د څوکۍ د کانديد په توگه ودريږي ؟

ځواب يې نه د ( نه ) وو او نه د هو . يوازې همدومره يې وويل چې خپله رايه به په خپل وخت بربنډوي .
مصطفى ظاهر د خپل نيکۀ محمد ظاهر شاه روغتيا دا وړ نه بولي چې اوس دې کومه اعلاميه خپره کړي

(( زه چې کله هغې څلور لارې ته ورسيدم نو په خپله خوله به د افغانستان شريف ولس ته دا اعلان وکړم چې پر کوم لوري د مخې ته تلو تکل لرم .))

دې هر څه ته په کتو سره يوه پوښتنه دا هم ده چې که چيرې د پاچا دغه لمسى د جبهې د کانديد په توگه رامخې ته شي نو ايا د پخواني پاچا پلويان به يې ملاتړ وکړي ؟

ښاغلى واصفي چې د پخواني پاچا د مشهورو پلويانو په سر کې راځي وايي چې نه خو اوس هغه پخوانى ملاتړ پاتې دى او نه د ملاتړ دننه مصطفى ظاهر دومره مشهور دى چې څوک دې رايه ورکړي .

(( زه پخپله په دې جريان کې عامل سړى وم . د کرزي پلار هم له ما سره وو . د قومونو ډير مشران راسره وو . په دې کې د مصطفى ظاهر ونډه د ميلمستياوو له سمبالولو پرته نور څه نه وه . خو زه اوس په ټوله کې دغه جريان له مينځه تللى بولم . ځکه چې پخپله پاچا هم موږ پر ميدان پريښودو . خو که چيرې دغه جريان يو څه پاتې هم وي ، نو بيا به هم مصطفى ظاهر ته تسليم نه شي . ))

دا چې دغه جبهه به په خپلو موخو کې څومره بريالۍ شي او په اړه به يې د کتونکو او شننونکو وړاندوينې څومره سمې وخيژي لا هم د وخت خبره ده .

خو څه چې په دې مينځ کې روښانه دي هغه دا دي چې د پخواني پاچا له پراخې کورنۍ نه د لومړي ځل لپاره نسبتآ کشر او په دريم نسل پورې تړلي غړي د افغانستان په سياست کې دخپل بخت د ازمايلو تکل کړى دى .

دا ډول دا پوښتنه د ډيرو په گومان لا هم پر ځاى پاتې ده چې ايا دغۀ مخکيني شهزاده د خپل بخت د ازمايلو لپاره سمه لاره خپله کړې او که تيروتنه يې کړې ده .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت