BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:05 گرينويچ 2007 ,11 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د عدليې وزير: ملي جبهه قانوني اجازه نه لري
 

 
 
د جبهې مشر برهان الدين رباني
د برهان الدين رباني په مشرۍ د ملي جبهه استازي وايي د دوى ټلواله ثبتولو ته اړتيا نه لري
دافغا نستان د عدليې وزير وايي چې نوې جوړې شوې ملي جبهه د ده له نظره يو سياسي گوند دى او بايد فعاليتونه يې قا نو ني شي .

وزير سرور دانش د حساب ورکولو د بهير په ترڅ کې خبريالانو ته وويل چې تردې مهاله دغې ټلوالې له دوى څخه د فعاليت اجازه نه ده اخيستې .

خو د برهان الدين رباني په مشرۍ دافغانستان ملي ټلواله وايي چې د دوى فعاليتونه قانوني دي اود قانون له مخې له حکومت سره د ثبتيدو اړتيا يې نه ليدل کيږي .

د افغانستان د عدليې له وزير څخه دحساب ورکولود بهير په ترڅ کې دخبريالانو ډېرې پوښتنې د نوې جوړې شوې جبهې پر سر راټولې وي.

د وزير سرور دانش په اند دغه ټلواله تر اوسه له دوى سره رسمي نه ده او د دوى دفعاليتونو څرنگوالى يې د پوښتنې وړ وباله.

ښاغلي دانش وويل ددوى په اند دغه ټلواله يو سياسى گوند دى او بايد له حکومته د فعاليت اجازه واخلي .

هغه وويل: ((تر څو ېې چې د فعاليت رسمي جواز نه وي اخيستى دافغانستان د قوانينو پر اساس د فعاليت اجازه نه لري .

موږ په دې باور يو چې دايو سياسي گوند دى . کله-کله د گوندونو تر منځ يو ائتلاف جوړيږي. که دا ائتلاف کوم نوى تشکيل، نوې مرامنامه او تگلاره ونه لري او يو موقتي جوړښت وي نو جواز ته يې اړتيا نشته.

خوکه خپله تگلاره، موخې، تشکيلات، درهبرۍ، مرکزي او اجرائېوي شورا او کمېټې ولري نو دا پخپله يو نوى تشکيل دى بايد دفعاليت اجازه واخلي .))

خو د افغانستان د ملي جبهې غړى صديق چکړي وايي چې ټلواله له څو رسمي سيا سي گوندونو څخه د يوې موخې د تر لاسه کولو لپاره جوړه شوې او دعدليې له وزارت سره ېې ثبت ته اړتيا نشته .
هغه وويل: ''ملي ټلواله له يو شمېر ملي شخصيتونو اوراجستر شويو سياسي گوندونو نه جوړه ده. موږ په ارزښتونوکې له يو بل سره گډ يو، نو ځکه مو دغه جبهه جوړه کړې.

او گوندونه به دجبهې له چوکاټه بهر خپل فعاليتونه کوي. موږ کومه اړتيا نه وينو چې دغه جبهه رسمي کړو. که دعدليې وزير د قانون کومه ځانگړې ماده موږ ته وښيي موږ به ېې راجستر کړو . دافغانستان ملي جبهه يو خپلواک گوند نه دى چې نوى ثبتولو ته اړتيا ولري.''

دغه جبهه چې د ولسمشر د لومړي مرستيال او داوبو او برېښنا د وزير په گډون ديو شمېر پخوانيو مجاهدينو له مشرانو اودکمونست پلوه نظام له څو غړو څخه جوړه شوې غواړي چې دافغانستان په اساسي قانون کې د سيا سي نظام ډول له رياستي څخه پارلماني ته واړوي .

ددوي په وينا حکومت د امنيت په ښه کولو او د اداري فساد په له منځه وړلوکې پاتې راغلى اودوى غواړي چې قانون پلى شي .

ددغې ټلوالې په اړه ولسمشر کرزي او د ده د بهرنيو چارو وزير د يو لړ داسې رپوټونو د ورسېدو او په اړه ېې د پلټنو خبر ورکړى و چې وايي يو شمېر هېوادونه په دې لټه کې دي چي په افغانستان کې په ځينو سيا سي کړيو پانگونه وکړي، خو ددغو هېوادونو او سياسي کړيو نومونه لا رسنيو ته نه دي ښودل شوي.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت