|
ځينې وکيلان: ملي جبهه له عدالت څخه د خلاصون هڅه ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسي جرگې ځيني غړي ادعاکوي چې د ملي جبهې په نامه د نوې ډلې جوړيدنه د اساسي قانون خلاف ده د هغوى په وينا په دغه جبهه کې د هغو ډلو کسان راټول شوي چې غواړي په دې توگه د نړيوالو محاکمو څخه ځانونه په څنگ وساتي . له بل لورې د ملي جبهې ځينې غړي چې د ولسي جرگې مشر يونس قانوني يې هم غړيتوب لري دا وړ څرگندونې تش تورونه بولي او وايي چې د افغانستان اساسي قانون هرچا ته دا حق ورکړى چې سياسي ډلې او گوندونه جوړ کړي . په افغانستان کې د ملي جبهې تر جوړېدو يوه ورځ وروسته د دغه هيواد په ولسي جرگه کې گڼو استازو په خپلو غبرگونونو کې د دغې جبهې په ځينو غړو نيوکې وکړې او هغوى يې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړوونکي وبلل . د دريمې ليکې په نامه د پارلماني ډلې مرستيال نور اکبري خبريالانو ته وويل که دغه جبهه په نظام کې د بدلون راوستل غواړي، نو په حقيقت کې دوى د افغنستان له اساسي قانون سره تربگني کوي. هغه وويل: (( د افغانستان اساسي قانون د رياستي نظام سپارښتنه کوي . په داسې حال کې چې دغه ښاغلي پخپله د دغه نظام جوړوونکي دي او يا هم په ملي شورا کې غړيتوب لري. که چيرته دوى غواړي د اساسي قانون ځينې مادې بدلې کړي نو هغه هم په قانون کې راغلي چې که چيرته په قانون کې د بدلونونو اړتيا وي نو لويه جرگه دې راوبلل شي او بيا دې د نظام په بدلولو کې پريکړه وشي.)) همدارنگه د ولسي جرگې يو بل وکيل رمضان بشردوست په يوې خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې د دغې جبهې جوړيدل د اساسي قانون د ٣٥مې مادې د دريمې او څلورمې فقرې سره ټکر خوري. هغه وويل: (( د اساسي قانون له شرطونو نه يو شرط دادى چې هغوى بايد وسله وال کسان و نه لري . د دغه قانون بل شرط دا دى چې هر گوند تنظيم يا سياسي ډله چې جوړيږي بايد د بهرنيو هيوادونو سره تړاو و نه لري . زما پوښتنه دا ده چې په کانتينينټال هوټل کې د پرونۍ جوړې شوې غونډې لگښت څو ډالره وو او له کومه راغلې وې ، که دغه لگښتونه د بهرنيو هيوادونو نه تمويل شوي وي چې شوي هم دي نو دا بيا د اساسي قانون نه ښکاره سرغړونه ده.)) بل لورته د ملي جبهې وياند او د ولسي جرگې غړى مصطفى کاظمي دغه تورونه ردوي او وايي چې پرته د اسنادو او شواهدو که څوک دا ډول تورونه لگوي دا بيا پخپله د اساسي قانون خلاف کار دى. هغه وويل: (( که چيرته موږ داسې تور لگوو چې گواکې په جبهه کې ښکيل کسان وسله والې ډلې لري بايد دا تابته شي او که په تبوت و نه رسيږي دا پخپله يو جرم دى . په دغې جبهه کې داسې کسان هم شته چې هغوى پوځي سابقه نلري او ځيني که سياسي گوندونه لري د هغوى گوندونه راجستر شوي دي نو داسې څوک شته چې د قانون سره ډغرې وهي او وايي چې دغه ډلې نا قانونه دي.)) د ملي جبهې تر جوړېدو وروسته د افغانستان په سياسي کړيو کې دا خبره نوره هم توده شوې چې اوس مهال په ولسي جرگه کې د بيلابيلو ډلو پر ځاى دوه سيالې غاړې حضور لري چې د يو بل سره سيالۍ ته ولاړې دي. تر دې وړاندې د گڼو داسې غاړو د شتون پر سر خبرې کيدې . خو د ملي جبهې جوړېدنې او د هغې په اړه بيلابيل غبرگونونه هغه څه دي چې په جرگه کې يې وکيلان پر دوو ډلو سره وويشل . | ورسره تړلي نور خبرونه ښي او کيڼ لاسو مشرانو گډه ټلواله پرانيستله04 اپريل, 2007 | خبرونه دکابل ورځپاڼې: ملي جبهه تر ډېره نه شي پايېدلى04 اپريل, 2007 | خبرونه ويسا ورځپاڼه: ملي متحده جبهه څه غواړي؟03 اپريل, 2007 | خبرونه کيڼ او ښي لاسي مشران گډه جبهه جوړوي13 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||