|
د ښځينه شاعرانو د هنر پسرلى ولې نه غوړيږي ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زينب بهشتي مستعده ځوانه شاعره ده . له ډير پخوانه يې په شعر ويلو پيل كړي .خو د سمييزو ستنونزو له كبله نه شي كولى په ادبي غونډو كې ګدون وكړي . هغه مجبوره ده خپل هنر يا شعر پټ وساتي او يا خپل شعرونه دډيرو نژدې دوستانو سره شريك كړي خو د سړيانو په څير يې د خلكو په په حضور کې نه شي ويلى ، دا چې ولې ، خپله دا يې ځواب وايي : (زه تر اوسه هيڅ كوم انجمن ته نه يم تللې ځكه د افغانستان جنكۍ د دې اجاره نه لري چې په انجمننو كې ګدون وكړي.كه چيرې يوه انجلۍ خپل شعر ووايي هغې پورې خاندې چې دا ولې شعرونه وايي.زما د شعرونو ممانعت ډير زما پلار كوي .او وايي چې يوې جلۍ ته دا ښه نه وايي چې هغه شعر ووايي.خو بيا هم زه د افغانستان د حالتونو په هكله شعر وايم.) د فريده رستم خيل په اند ، شاعرانې جنكۍ په خپلو كورنيو كې له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي او ځينې چې دا ډول ستونزې نه لري مالي امكاناتو بيا دوى ته دا وخت نه دى وړكړى چې خپل آثار چاپ کړي . دى وايي : (دوى نه شي كولى ادبي ټولنو ته لاړې شي . دوى كومه مالي پشتوانه هم نه لري ،بل په مزارشريف كې د چاپ امكانات هم نشته چې يوه انجلۍ خپل شعر د اصلاح لپاره هلته يوسي كه يو نارينه اوسي هغوى خپل كتاب د چاپ لپاره يو چاته وړاندې كوي خو د يوې نجلۍ لپاره دا امكانات نشته.) په افغاني ټولنه كې ښځينه شاعرانو او ليكوالانو په وړاندې له توپيره ډك چلند کيږي. وحيده نوري د راديو رابعه بلخي ويانده په مزار شريف كې دغه ستونزه د ميشتو چارواكو له نه پاملرنې نه انګيري . (په ښځو كې زياد كسان شته چې استعداد لري خو د محيط ، او د كورنۍ له ډاره نه شي كولي خپل غږ جگ كړي ،بل داچې زمينه دوى ته مساعد نه ده چې خپل شعر ووايي يا هغه چاپ ته ورسوي .نو جنكۍ بايد خپل غږ جګ كړي شعر ووايي او خپل استعداد له ستوني ونه نيسي ،د ټولنې د تاثير لاندې خپل ځان رانولي) خو د انځير ګل په وينا چې د څلور اولادو پلار دى پيغلې جنكۍ نه شي كولى چې له واده وروسته خپلو فرهنګي كارونوته دوام وركړي او په غونډو كې گډون وكړي. (انجلۍ كولى شى يوازې زده كړه وكړي .خو هغې ته دا نه وايي چې هغه شعر ووايي له واده وروسته انجلۍ كولى شي چې خپل بچيان وساتي او د كور كارونه مخكي بوځي نو هغې ته هيڅ كله شعر او شاعري نه ده پکار .) خو له دې سره سره داسې ښكارې چې په دې وورستيو كلونوكې د خپلې خپلواكۍ لپاره د ښځو مبارزه د مزار شريف ښار كې لږ تر لږه روانه ده،او په بيلا بيلو برخوكې يې فعاليتونو د پام وړ پر مختگ كړي دى . په مزار شريف كې شاعر او ليكوال ذبيح اله احساس وايي : (د دې كار لپاره جنكۍ كولى شي لوست وكړي د آزادې مطالعې له لارې كولى شي دوى خپل ځان ټولني ته مخكې كړي ځكه ټولنه مجبوره ده دوى ته اړتيا لري جنكۍ كولى شي چې د خپل د وروڼو او همځلو سره ګډ شعر ووايي.دولت كولى شي د دوي لپاره مشاعرې جوړي كري ، دوى دې راوغواړي هغوى ته دې پروګرامونه جوړ كړي نو دولت ډير څه په دغه لاره كې كولى شي.) ښځينه شاعرانې د مزار شريف په ښار كې خپل هنر او د آثارو د وړاندې كولو لپاره لږې اسانتياوي لري . ښځې په ټوليز ډول هم دپلار او هم د خاوند په كوركې د څلورو ديوالونو تر شا پټې پاتې دي . او د خپلو هنرو د ښودلو او اورولو زمينه نه ده ورته برابره شوې . دبلخ ولايت د ليكوالو د ټولنې د مشر صالح محمد خليق په وينا حکومت خپل په توان كې هڅه كړې چې د ټول ځوانانو غوښتنې ته پاملرنه وكړي نو په اوس مهال كې دا د حکومت له واكه وتلې خبره ده .هغه په دې اند دي چې ښځې بايد خپله يوه كلتوري غورځنګ رامنځته كړي.: (دا د نجونو خپل كار دى چې خپل كتابونه يې بايد كانديد كړي وي او د انګريزي په اصطلاح دا پريكړه چې ورته پروپوزل وايي دا يې بايد ليكلى وي ،نو دا د دوى خپله ستونزه ده نو مونږ د اخبار او رسنيو له لارې ويلي دي چې رادې شي او دلته دې گډون وكړي نو دا د دې خپله ستونزه ده .) كه څه هم د طالبانو د حكومت له نسكوريدو څخه وروسته ښځوته د نوې ساه د اخيستلو لاره برابره شوې ده خو هيله دا ده چې د افغان ښځينه شاعرانو او ليكولانو پسرلي به د پخوا نيو پيړيو په څير په ګلانو وځليږي. | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان په شمال کې ادبي هلې ځلې گړندۍ شوي14 نومبر, 2005 | خبرونه د ډاکټر اکبر درېمه شعري ټولگه : لمر ، شپه او گل 14 مارچ, 2006 | خبرونه شاعر ټکور مو د اوومې سټوډيو ميلمه وۀ08 جون, 2006 | خبرونه د باري جهاني شعر ته کتنه18 دسمبر, 2005 | خبرونه په فرانسه کې نړيواله مشاعره وشوه24 نومبر, 2005 | خبرونه د خميني د څلوريزو پښتو ژباړه خپره شوه18 نومبر, 2005 | خبرونه په پکتيا کې نښتر مشاعره وشوه11 نومبر, 2005 | خبرونه شاعر عبدالباري جهانى مو ميلمه وو18 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||