BBCPashto.com

13:29 گرينويچ 2007 ,11 سپتمبر

دبحث کوربه نجيبه ليمه
لندن

اوونيز بحث

د افغانستان په سلو کې ٧٢ خلگ د ولسمشر حامد کرزي د حکومت اوپه افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د موجوديت ملاتړ کوى".

دا د دريو خبري رسنيو د کلنۍ سروې د موندنو پايله وه چې د برتانيا د BBC ، د امريکا د متحده آيالاتو د ABC او د آلمان دَ ARD له خوا تر سره شوى .

دغه سروې چې په ٣٤ ولايتونو کې ېې له ١٣٧٧ خلگو نه مخامخ پوښتنېى کړى دا پايله هم تر لاسه کړې چې پر نړيوالو ځواکونو د خلگو اعتماد وار په وار لږيږى، که پروسږ کال په ورته سروې کې په سلو کې اوياوو تنو ويل چې د بهرني ځواکونو له عملياتو نه ډاډۀ دي نو سږ کال دغه شمير پنځوسو ته کښته شوى.

بي بي سي په اونيز بحث کى د خلگو د اندېښنو و څو اصلي ټکو ته پاملرنه کوى:
ميلمانه د افغانستان د ملي امنيت په شورا کې د ستراتيژيکو اړيکو ريس لطف الله مشعل،

په ولسي جرگې کې د خلگو د شکاياتو د کميسيون غړى او د ننگرهار ولايت د خلگو استازى ډاکټر فاروق مېړنۍ او خپلواک خبريال ضيا بوميا دي.