|
د ناټو وزيران افغانستان ته د نورو عسکرو موضوع څېړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناټو د پوځي قوماندانانو يوې غونډې له غړو هيوادو نه غوښتي چې په بيړه هغه اضافي عسکر او تجهيزات چمتو کړي چې د افغانستان لپاره يې ژمنه کړې وه. دغې غونډې چې د پولنډ په پلازمېنه – وارسا کې جوړه شوې وه ومنله چې نورو عسکرو ته اړتيا شته، خو يوه هيواد هم د نويو عسکرو د ورکړې ټاکلې ژمنه ونکړه. کاناډايي جنرال رې هينو چې د غونډې مشري يې کوله وويل چې ناټو تر اوسه د هغه څه يوازې په سلو کې ٨٥ چمتو کړي چې ورته اړتيا شته. هغه وويل چې د دوشنبې په ورځ به د ناټو د غړو هيوادو د وزيرانو غونډې ته په افغانستان کې د حالاتو پر بيړه نيتوب وغږېږي. پوځي قوماندانان وايي چې نورو دوه نيم زرو پوځيانو ته اړتيا لري. جنرال هينو ټينگار وکړ چې دا په تاريخ کې د ناټو تر ټولو پېچلي عمليات بللي دي. جنرال هينو وويل د ناټو لارښوونکې شوراته به وړانديز وکړي چې لږترلږه دوه زره نور پوځيان هم ورکړي چې له مخکنيو ځاى پرځاى شويو نولس زرو عسکرو سره مرسته وکړي. ناټو دغه راز له غړو هيوادو نه غواړي چې هغه محدوديتونه لېري کړي چې د پوځيانو پر کړنو لگول شوي يعنې چې د کومو کارونو د کولو اجازه لري. د ساري په توگه د شپې له خوا پر الوتنو يا له طالبانو سره پر مخامخ جگړې بنديز چې اوس يې ياغيان دومره پياوړي شوي چې په تېرو پنځو کلو کې يې هېڅکله هم سارى نه و. په جنوب کې د ياغيانو خلاف د پيل شويو عملياتو په يوه اوونۍ کې د ناټو تر شلو ډېر پوځيان وژل شوي دي. خو ناټو وايي چې تر دريو سوو ډېر طالبان يې هم وژلي او زياتوي چې که چېرې د ژمي تر رارسېدو او لېرې پرتو غرنيو سيمو ته د طالبانو له په شا کېدو وړاندې پرمختگ په کار وي، نو نورو عسکرو ته اړتيا ده. دفاعي چارواکي به له هرډول ژمنې دمخه له خپلو اړوندو حکومتونو سره مشورې کوي، خو هغه هيوادونه چې عسکر ورکولى شي لا دمخه تر سخت فشار لاندې دي او په بالقان، افريقا او منځني ختيځ کې د عسکرو د ځاى په ځاى کولو له امله يې ځواکونه خواره - واره شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو د افغانستان لپاره ٢٠٠٠ نور سرتيري غواړي09 سپتمبر, 2006 | خبرونه ډگر جنرال ريچرډز: طالبان مخ په ماتيدو دي09 سپتمبر, 2006 | خبرونه ناټو د افغانستان لپاره نور پوځيان غواړي08 سپتمبر, 2006 | خبرونه افغانستان او ناټو د همکارۍ اعلاميه لاسليک کړه06 سپتمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||