BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:27 گرينويچ 2006 ,09 سپتمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د مسعود تلين : مجاهدين جنگسالاران نه دي
 

 
 
مسعود
ځينې يې د شېر پنجشېر او ملي اتل په نامه يادوي خو ځينې نور يې بيا په کابل کې د جگړو پيلونکى او د دغه ښار د ورانوونکي په نامه پيژني .
په افغانستان کې جهادي مشرانو د نړيوالو مرستندويانو په چارو نيوکې وکړې چې د دوى په وينا يې په واک کې يې مجاهدين له پامه غورځولي او هغوى يې د ټوپک سالارانو په نامه ياد کړي دي .

د هغوى په وينا دې کار افغانستان ته ښې پايلې نه لرلې دغه خبرې نن ( شنبې د وږي ١٨ د سپتمبر ٩ ) د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود د وژل کيدو د پنځم تلين په لمانځنه کې چې د کابل په ورزشي لوبغالي کې جوړه شوه وه وشوې .

د څو ورځو راهيسې د کابل لوبغالي ته غځيدلې ټولې لارې د ټرافيکو پر مخ تړلې پاتې وې ، د وژل شوي جهادي قوماندان احمدشاه مسعود غټ ، غټ عکسونه د کابل ښار پر ډيرو هټيو او ديوالونو نښلول شوي ول .

ځينو کسانو په لوډسپيکرونو کې خلکو ته بلنه ورکوله چې د لمانځنې په دغه غونډه کې برخه واخلي ، خو ورسره ، ورسره کوټلي امنيتي گامونه هم پورته شوي ول .

افغان ولسمشر حامد کرزي ، د کابينې گڼ شمېرغړي ، جهادي مشران ، د ملي شورا ځيني غړي ، د نړيواله مرسته کونکو هيوادونو استازي او په گڼ شمېر کې کابل ښاريان دغې غونډې ته ورغلي ول .

ولسمشر حامد کرزي لنډه وينا وکړه او د احمدشاه مسعود د شخصيت په بيلابيلو اړخونو تم شو هغه د ده په وينا په دښمنانو غږ وکړ چې هر افغان وگړى هره گړۍ او هره شيبه د خپل هيواد د خپلواکۍ لپاره سرښيندنو ته چمتو دى :

  ځينو کسانو په لوډسپيکرونو کې خلکو ته بلنه ورکوله چې د لمانځنې په دغه غونډه کې برخه واخلي ، خو ورسره ، ورسره کوټلي امنيتي گامونه هم پورته شوي ول .
 

(( لکه څنگه چې احمدشاه مسعود ويلي ول چې هغه به د افغانستان د خپلواکۍ لپاره کار کوي هماغسې وشوه ، په ژوندانه يې خاوره وساتله او په مړينه يې خپلواکي وگټله ، همدا شيبه به هم د افغانستان په يو گوټ کې کوم افغان د دښمن په لاس شهيد کړاى شوي وي ، خو زموږ دښمنان دې واوري چې د دې وطن هر بچى سرښندنې ته تيار دى او د خپلې خپلواکۍ لپاره قربانۍ ته تيار دي ، زه ډېر خوشاله يم چې نن د مسعود د عکسونو تر څنگ د عبدالحق ، مزاري او حاجي قدير عکسونه هم شته ، دوى ټول زموږ لپاره وياړ دى .))

په دغې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جميعت مشران په خپلو ويناوو کې د دغه جهادي قوماندان په سياسي کارنامو وغږيدل .

د احمدشاه مسعود د مورچل نژدې ملگري او د ولسمشر کرزي لوى سلاکار قسيم فهيم په خپلو خبرو کې وويل چې په افغانستان کې د لنډ مهالې او منځمهالې ادارې ، د ټاکنو ترسره کيدنه ، د لويو جرگو رابلل او په دغه هيواد کې د ولسواکۍ په لورې تگ هغه څه دي چې ښاغلي مسعود يې د راوستو په اړه مبارزه کوله ښاغلي فهيم وويل د ولسواکۍ په لور گامونه هم بايد د مسعود د پلويانو له خوا پورته شي :

(( د مسعود پلويان اوس هم هغه د مقاومت د يو څلي په توگه پيژني ، موږ هڅه کوو چې د هغه ټولې طرحې پلې کړو ،موږ د يو ضرورت پر اساس اوس د افغانستان په دننه کې هغه څه وکړو چې حالات ورته اړتيا لري ، موږ ته په کار ده چې ولس پر ځان راټول کړو او تر خپلو ځاني گټو تېر شو او د هيواد د گټو لپاره کار وکړو .))

د طالبانو پر ضد د شمالي ټلوالې دغه جهادي چارواکي گوت څنډنه وکړه او په ډانگ پيېلې توگه يې وويل په افغانستان کې سره له دې چې د ولسواکۍ لپاره هلې ځلې کيږي ، لاملونه يې خو د وگړنيز نظام د جوړيدو په لاره کې اوس هم خنډونه شته:

د اسلامي جميعت مشر برهان الدين رباني هم د مجاهدينو له نه ستړې کيدونکو هلو ځلو ستاينه وکړه او په نړيوالې ټولنې يې نيوکه وکړه چې د افغانستان په پرمختگ کې يې دغه ځواک له پامه غورځولى دى .

 د انتقالي دولت څخه وروسته نړيوالې تولنې يوه بله تيروتنه وکړه هغه دا وه چې دوى مجاهدين د ټوپکسالارانو په نومونو ياد کړل
 
برهان الدين رباني

ښاغلي رباني نړيوالې ټولنې ته په زغرده دا خبره وکړه چې که چيرته هغوى په افغانستان کې ريښتينى امن او سم سمکى غواړي نو مجاهدين دې په څنگ نه ساتي بلکې هغوى ته دې د دولت په لوړو څوکيو کې ځاى ورکړى :

(( د انتقالي دولت څخه وروسته نړيوالې تولنې يوه بله تيروتنه وکړه هغه دا وه چې دوى مجاهدين د ټوپکسالارانو په نومونو ياد کړل او د هغوى د گوښه کولو او چاڼولو لپاره يې گامونه اوچت کړه چې ښې پايلې يې نه لرلې .))

احمدشاه مسعود چې په ١٩٥٣ ميلادي کال کې د کابل شمال لورې ته د پنجشير په ولسوالۍ کې زيږيدلى وو د خپل عمر زياته برخه يې په جگړه کې تيره کړه او د نورو جهادي مشرانو او قوماندانانو په منځ کې يې ځانگړى ځاى وموند .

په ١٩٩١ ميلادي کال کې کله چې ډاکټر نجيب الله ومنله چې نورې به واگې مجاهدينو ته خوشې کړي نو مسعود هم له خپلو ځواکونو سره يو ځاى د کابل په لور راوخوځيد ، د مجاهدينو د حکومت په لومړيو کې د دفاع وزير شو چې په هماغه مهال د خپلو سيالو ډلو سره په جگړه بوخت شو .

د دغو جگړو په پايله کې په زرگونه کابل ښاريان ووژل شول او د کابل ښار ډېرې برخې ونړيدې او په کنډوالو بدلې شوې

د جگړې بلې غاړې ته هغه ځواکونه وه چې د گلبدين حکمتيار جنرال عبدالرشيد دوستم او عبدالعلي مزاري په مشرۍ جنگيدل .

طالبانو له دغو جگړو گټه پورته کړه او په شته ځواک يې جهادي ډلې په شاکړې ، وروسته همدغه سيالې ډلې په خپلو کې سره يو شوې او د طالبانو پر ضد يې د جگړې نوى ډگر پرانيست .

د افغانستان خلک وايي مسعود هغه څېره ده چې د سکې په شان دوه مخه لري او هر مخ يې بېله بېله شننه غواړي .

ځينې يې د شېر پنجشېر او ملي اتل په نامه يادوي خو ځينې نور يې بيا په کابل کې د جگړو پيلونکى او د دغه ښار د ورانوونکي په نامه پيژني .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت