BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:30 گرينويچ 2006 ,02 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د کابينې په پنځو اعلان شوو غړو کې فرهنگ هم شته
 

 
 
فرهنگ او رهين
ولسي جرگې په لومړي ځل ښاغليو امين فرهنگ او مخدوم رهين ته رايه نه وه ورکړې اوس يوازې فرهنگ له دغو دوو کسانو بيا نومول شوى دى
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تر څو مياشتو وروسته د کابينې د هغو پنځو څوکيو لپاره چې د ولسي جرگې د غړو تر رديدو وروسته تشې پاتې وې ، نن ( چارشنبې د زمري ١١ د اگست ٢ ) پنځه تنه وروپيژندل .

د ولسي جرگې مشر ننۍ غونډه د همدې له امله وځنډوله ، يونس قانوني پر افغان دولت نيوکه کوله چې د پنځو تنو وزيرانو لست وار په وار ځنډوي ، په همدې حال کې د پارلماني چارو وزارت وايي چې د دغه لست تر ښکاره کيدو وړاندې يې د ولسي جرگې مشر خبر کړى وو.

په دغه نوم لړ کې د اقتصاد لپاره پخوانۍ نومول شوى وزير امين فرهنگ چې تير ځل يې د کابينې تر ټولو غړو لږې رايې گټلې وې ، دا ځل د سوداگرۍ وزارت ته نومول شوى ، د اطلاعاتو او کلتور د پخواني نومول شوي وزير سيد مخدوم رهين پر ځاى د ولسمشر د رسنيو سلا کار کريم خرم ، د اقتصاد وزارت لپاره جليل شمس چې د اوبو او بريښنا په وزارت کې مرستيال وزير دى ، نعمت الله احسان جاويد چې د کابل د هوايي ډگر ريس دى د ترانسپورټ وزارت ته او د کابل پرهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشره حسن بانو غضنفر د ښځو د چارو د وزيرې په توگه نومول شوي دي .

تر دې وړاندې د ولسي جرگې مشر يونس قانوني د چارشنبې د غونډې د پرانيستې پر مهال په دې نيوکې چې گواکې دولت او د پارلماني چارو وزارت له ژمنې سره سم په خپل وخت دوى ته د کابينې د پاتې پنځو وزيرانو لست نه دى ورليږلى غونډه وځنډوله ، د هغه په وينا دغه ځنډونه دولت ته د ولسي جرگې خبر دارى او گوت څنډنه وه :

(( په پام کې وه چې نن د وزيرانو په سر زموږ غونډه پيل شي ، خو حکومت دا دريم ځل دى چې د ولسي جرگې اجندا له پامه غورځوي ، موږ هم ننۍ غونډه وځنډوله او کميسيونونو ته مو دنده وسپارله چې د ولايتي شورا گانو په قانون کار وکړي ، دا په حقيقت کې د دولت لپاره يوه تنبه او خبردارى وو . ))

خو په پارلماني چارو کې د دولت وزير فاروق وردگ وايي د ښاغلي قانوني تر پريکړې وړاندې ولسمشر ورسره د ټيليفون په ليکه وغږيد او په دې اړه يې هغه ته ډاډ ورکړ ، خو ښاغلي قانوني تر هغه وروسته د ولسي جرگې غونډه وځنډوله :

(( تر دې وړاندې چې موږ دغه نوم لړ تاسو ژورناليستانو ته څرگند کړو ولسمشر په هماغه وخت ښاغلي قانوني سره وغږيد ، خو هغه د ولسمشر د ټيليفون نه وروسته د ولسي جرگې غونډه وځنډوله . ))

د دغو پنځو تشو څوکيو په سر لانجه د څو مياشتو راهيسې روانه وه ، يو شمير خلک داسې انگيري چې ښايي د دغه ځنډ يو لامل دا وو چې ولسمشر به په دې برخه کې له پوره غور ځينې کار اخيستى وي ، او د داسې خلکو په لټه کې به وو چې د ولسي جرگې غړي يې بيا رد نه کړي.

ځيني شنونکي په نوي لست کې د ښاغلي فرهنگ نومونې ته په اشارې وايي دا ډاډ نه شته چې ولسي جرگه دې ارو مرو دغه ټول کسان و منې ښاغلي فرهنگ تير ځل ايله ٦٣ رايې گټلې وې .

په همدې ترڅ کې ، داسې انگيرنې هم په سياسي کړيو کې کمې نه دي چې ولسمشر د دغو وزيرانو په نومونې کې گواکې فشارونه زغملي دي ځکه چې يو شمير ډلو ټپلو غوښتل چې خپل کسان په دغه نوم لړ ور وتپي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت