BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:51 گرينويچ 2006 ,17 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د سردار داود خان د کودتا اغيزې
 

 
 
پاچا ظاهر شاه او سردار داود
سردار داود د پاچا ظاهر شاه تربور او اوخښى و .
د سرطان شپږ ويشتمه په افغانستان کې د سردار محمد داود له لورې د پوځي کودتا له نيټې سره سمون لري . ٣٣ کاله وړاندې په همدې نيټه د لومړي ځل لپاره د پوځي کودتا له لارې شاهې نظام ونړيد او د جمهوريت اعلان وشو .

ډير افغانان همدغه کودتا د وروستيو دريو لسيزو د جگړو پيل بولي . خو د کودتا ملاتړي لا هم په دې باور دي چې سردار محمد داود د جمهوريت په اعلان سره د هيواد د پرمختگ په لاره يو لوى او له زړه ورتيا ډک گام کيښود .

نن سبا د کابل د ښار په واټونو دزغره والوپوځي گاډو او په وسلو د سمبالو پوځيانو گرځيدل ددې ښار اوسيدونکو ته يوه عادي خبره ده .

خو له اوس نه ٣٣ کاله وړاندې د سرطان په ٢٦ نيټه د لومړي ځل لپاره د ښار په مرکزي واټونود ې ته د ورته زغره والو گاډو، ټانکونو او د پاپشې په ماشينگڼود سمبالو پوځيانو راښکاريدل ډيرو ته يوه حيرانونکې ننداره وه .

دغه ټانکونه او پوځيان د وخت د پاچا او اوس مهال د رسمي لقب له مخې د ملت د بابا محمد ظاهر د بې واکه کولو او پر ځاى يې واک ته د پاچا د خپل تربره او اوښي سردار محمد داود د رسولو لپاره راوتلي وو .

دغه مهال پاچا په روم کې وو او څو چې د هغه زوم ، ډادمن ملاتړى او د مرکزي قول اردو قوماندان سردار عبدلولي له خوبه راويښيده نو خبره له خبرې تيره وه .

سردار محمد داود خپل واک ته د مشروعيت د ورکولو لپاره پر شاهي نظام کرښه راښکله او د هيواد په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د جمهوريت اعلان وکړ .

تر کودتا وروسته د ده لومړنۍ وينا هم په همدې راټوله وه چې هيواد به د ولس واکۍ او پرمختگ په لور خوځوي او له خلکو يې غوښتنه دا وه چې په دې لاره کې يې ملاتړ وکړي .

 سردار محمد داود خپل واک ته د مشروعيت د ورکولو لپاره پر شاهي نظام کرښه راښکله او د هيواد په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د جمهوريت اعلان وکړ .
 

(( اې افغان ملته ! که غواړۍ په دې نړۍ کې وياړمن ژوند وکړۍ او د يوه سرلوړي ملت په توگه را دبره شۍ نو د همټ ملا وتړۍ او د هيواد د ښيرازۍ لپاره قربانۍ ته ځانون چمتو کړۍ .))

له هغه مهاله دا دى ٣٣ کاله تيريږي خو له کودتا د راوروسته افغانستان خونړيو تجروبو ته په کتو سره لا هم ددغې کودتا د اړتيا، سم والي او ناسموالي په اړه گڼې پوښتنې په مخ کې دي .

په دې کې د سر سر پوښتنه دا ده چې ايا دغه کودتا واقعآ د شرايطو اړتيا او د خلکو غوښتنه وه او که د واک د گټلو شوق او هڅه ؟

د افغان ملي جريدې چلونکى محمدحسن ولسمل چې له سردار داود سره يې يې نژدې اړکې درلودې او ځان د هغه په دوستانو کې حسابوي ، وايي چې داودخان د واک د خپلولو نه بلکه ملت ته د خدمت نيت درلود .

خو سردار عبدالولي د ښاغلي ولس مل خلاف دا د داودخان له لورې د واک د گټلو داسې يوه هڅه بولي چې په وينا يې هيڅ اړتيا نه ليدل کيده .

(( تاريخ ښودلې چې د داودخان دغه اقدام د هغه د اوږدې مودې يو شخصي هوس وو او دغه پلان يې په داسې يوه وخت کې عملي کړ چې پاچا بهر ته په سفر تللى وو . افغانستان هيڅ داسې کومه اړتيا نه درلوده چې دموکراسۍ ته شا کړي او ديکتاتوري خپله کړي . ))

ځينې نور شنونکي د کودتا انگيزه د ١٩٦٤ کال د اساسي قانون هغه ماده بولي چې د سردار داود په گډون يې د شاهي کورنۍ ټول غړي په حکومت کې له ورگډيدو او په سياسي گوندونو کې له فعاليت نه منع کول .

ويل کيږي چې داود خان د قانون دغه ماده د ده د لاسونو د ورتړلو يوه پلمه بلله او د قانون له نافذيدو وروسته يې ټول پام دې ته وو چې د کودتا له لارې واک وگټي . خو ښاغلى ولس مل د داودخان لپاره د کودتا اصلي انگيزه له پاچا نه د ولس نا رضايتي بولي .

خو جنرال عبدلولي دښاغلي ولس مل د دغه نظر مخالف دى او وايي چې داود خان گواکې د ولس ملاتړ نه لاره.

دغه جنرال دا هم نه مني چې تربور يې گواکې د ولسواکۍ ليواله وو، بلکه انگيرنه يې دا ده چې مشروطه شاهي نظام او جمهوريت له يو بل سره څه دير توپير نلري .

(( زما په باور مشروطه شاهي نظام او جمهوريت له يو بل سره ډير توپير نه لري . که اساسي قوانينو ته وگورو نو وينو چې يو مشروطه پاچا او يو انتخابي ولسمشر تقريبا او ورته صلاحيتونه لري . د ساري په ډول د اروپا او جاپان شاهي نظامونو ته وگورئ .))

 افغانستان هيڅ داسې کومه اړتيا نه درلوده چې دموکراسۍ ته شا کړي او ديکتاتوري خپله کړي
 
سردار عبدالولي

جنرال عبدلولي د خپلې دې ادعا د اثبات لپاره چې سردار داود گواکې د يوه ولسمشر په بڼه نه بلکه د يوه دکتاتور په بڼه چلن کاوه ، د هغه مهال د لويې جرگې بيلگه مخې ته کوي چې دده په وينا له څه وکه مکه پرته يې پر دغه سردار د ولسمشر گوته کيښوده .

ښاغلى ولس مل هم په دې برخه کې له جنرال عبدلولي سره موافق دى . دى وايي دغه جرگه تر دې کچې نمايشي وه چې پايله يې پخپله د سردار داود د ملا ماتيده راووتل .

افغان ورځپاڼه ليکونکې او د هيواد د حالاتو شنونکى داد نوراني ددغې کودتا مثبتو او منفي اړخونو ته په کتو سره وايي چې د جمهوريت معرفي د کودتا گټه او د روسانو تيري ته د لارې پرانستل د داودخان دکودتا تاواني اړخ وو .

په دې توگه وينو چې ٣٣ کاله وروسته لا هم د داودخان د کودتا په ملاتړ او مخالفت کې دواړو کې نظرونه ويشلي دي . يا دا چې لږ تر لږه يې له گټې سره جوخته د تاوان خبره هم کيږي .

ان دا چې پخپله داود خان هم دخپلې کودتا د تاواني اړخ قرباني بلل کيږي . له دې سره سره پخپله پخواني پاچا محمد ظاهر دوه کاله وړاندې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې سرادر داود خان داسې يو څوک وباله چې دده په وينا له قدرت او واک يې مينه وه خو کله يې هم له هيواد سره د خيانت اراده نه درلوده .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت