11:23 گرينويچ 2006 ,30 مۍ
محمود کوچى
د ولسي جرگې له تالاره
د افغانستان د مشرانو جرگې مشر صبغت الله مجددي وايي پروني لاريونونه د دۀ په وينا لا له وړاندې پلان شوي وو .
دا خبره ښاغلي مجددي نن په ملي شورا کې هغو کسانو ته وکړه چې په پرونيو پېښو کې يې خپل خپلوان وژل شوي يا ټپي شوي وو .
له ښاغلي مجددي سره د ولسي جرگې ريس يونس قانوني هم و .
د افغانستان د ملي شورا دواړو جرگو د کابل ښار د هغو خلکو استازي وربللي وو چې په پرونيو پېښو کې يې خپل خپلوان وژل شوي يا ټپي شوي وو .
د ولسي استازيو هدف دا و چې دغه خلک ارامه کړي او ډاډ ورکړي چې پوښتنه به کيږي . د مشرانو جرگې ريس صبغت الله مجددي له دغو خلکو سره په خبرو کې وويل دا يوه ناڅاپي پيښه نه وه بلکې له وړاندې نه ورته د دۀ په وينا يو شمير خام تمه خلک سترگې په لاره وو.
د هغه په وينا په دومره لږ وخت کې له لاريون کونکو سره د وسلو شته والى او هغه شعارونه او عکسونه چې دوى له ځانه سره ليږدول څه اسانه کار نه وو .
د وژل شويو او ټپي شويوکسانو له استازيو سره په دغو خبرو کې د ولسي جرگې مشر ، اداري پلاوى او د دغې جرگې د دفاع او کورني امنيت د جرگگيو غړي هم ناست ول ، د وژل شويو کورنيو له ډلې نه يو تن په ايتلافي ځواکونو تور ولگاوه چې بيگناه وگړي او لارويان يې په گوليو ويشتي دي .
د ولسي جرگې مشر يونس قانوني دغو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې په دولتي چارواکو به فشار راوړي چې ژر تر ژره د دغو پيښو عاملين د قانون منگولو ته وسپاري .
د کابل ولايت د ولسي جرگې استازې ملالۍ شينوارې په يوۀ خپارۀ کړي بيان کې بيا د دغو پېښو بشپړه پلټنه غوښتې او د کورنيو چارو د وزارت وزير او نور لوړ پوړي چارواکي يې ننگولي چې بايد په پايله کې د دې په وينا د امنيتي ارگانونو د ناکامۍ له امله استعفى وړاندې کړي .