|
چارواکي : په پرونۍ پېښو کې ١٥ کسان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانمستان د روغتيا وزارت وايي په کابل کې د تېرې ورځې په پېښه کې تر١٥ پورې کسان مړه شوي او څه باندې سل تنه نور ټپيان دي . پرون دولتي شميرو د وژل شويو کسانو شميره اووه تنه ښووله . د ولسمشر حامد کرزي وياندکريم رحيمي خبريالانوسره په خبرو کې نن وويل دولت به د پرونيو ورانکاريو عاملين نيسي او قانوني چلند به ورسره کوي . افغان دولت د غه مظاهره کونکي بلواگر وبلل او په راتلونکي کې يې له دا ډول کسانو سره د جدي چلند غږ وکړ د ولسمشر وياند کريم رحيمي وايي د تېرې ورځې په پېښه کې ټول ٧ تنه د ايتلافي ځواکونو د کاروان د ټکر په پيښه کې وژل شوي . او په همدې اړه يې د څېړنو د پيل خبر ورکړ. خود ايتلافي ځواکونو په اعلاميي کې د موټرو د ټکر په پېښه کې د يوه کس دوژل کېدو يادونه شوې ده . وياند رحيمي زياته کړه چې د ټپيانو وروستۍ شمېره ورته نه ده معلومه خو د روغتيا دوزارت سلاکار عبدالله فهيم وايي چې پر دغو ٧ تنو سربېره د کابل په روغتونونو کې داتو نورو کسانومړي ثبت شوي. افغان دولت د پېښې له زيانمنو شويو سره د مرستې ژمنه وکړه خو د هغو کسانو د پلټنې ،نيونې او ورسره د قانوني چلند يادونه کوي چې د دوى په وينا بلواگر وو او په تاو تريخوالي يې لاس پورې کړى وو. | ورسره تړلي نور خبرونه ايتلافي ځواکونو د کابل پېښو پلټنې پيل کړي29 مۍ, 2006 | خبرونه ولسمشر کرزي د کابل د پېښو پلټنه غوښتې ده29 مۍ, 2006 | خبرونه کابل له خونړيو مظاهرو وروسته29 مۍ, 2006 | خبرونه د کابل د مظاهرو مالي تاوان په سلگونو زره ډالره دي29 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||