BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:53 گرينويچ 2006 ,29 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
ايتلافي ځواکونو د کابل پېښو پلټنې پيل کړي
 

 
 
کابل
مظاهره کوونکو د ښار په بيلا بيلو سيمو کې اورونه بل کړل .
په افغانستان کې ايتلافي ځواکونو د هغې ترافيکي پېښې پلټنه پيل کړې چې نن سهار پکې د دوى يو کاروان او د افغانانو ملکي گاډي وجنگيدل او مرگ ژوبله يې درلوده .

په دغې پېښې کې د ايتلافي ځواکونو په وينا يو کس وژل شوى خو وروسته د قهروړيو خلکو ، پوليسو او ايتلافي ځواکونوترمنځ په اخ و ډب کې د افغان دولت په وينا لږ تر لږه پنځه تنه نور وژل شوي دي .

ترافيکي پېښه د ښار په شمال کې په لويه لاره سهار وختي وشوه . ايتلافي ځواکونه وايي د دوى يوه بار وړونکې لارۍ له يوۀ گاډي سره وجنگيده چې وروسته د دغه ټکر له امله ټول ټال ١٢ گاډي زيانمن شول .

دغې پېښې هغه وخت د کابل ښار په شمالي څنډه کې خلک وپارول چې د ايتلافي ځواکونو کاروان ظاهرآ د پوليسو او خلکو له لورې کلابنده شو او هغوى هوايي ډزې وکړې .

ايتلافي ځواکونه وايي د دوى يوۀ گاډي هوايي ډزې کړي او ځانته يې د وتلو لاره پرانيستې .

خلکو د ايتلافي ځواکونو پر کاروان ډبرې وارولې . قهروړيو خلکو امريکا ضد شعارونه ورکول .دډزو له زياتيدو سره د خلکو گڼه گوڼه ډيره شوه او ورو ورو يې په پراخو مظاهرو لاس پورې کړ .

دغو خلکو د سړکونو په سر د ترافيکو او پوليسو غرفو ته اور ورته کړ او هر هغه ودانۍ يې په نخښه کړه چې دولت او مرستندويو ټولنو کاروله .

دغه قهر وړې مظاهرې ډير ژر د ښار بيلا بيلو برخو ته خپرې شوې .

تر څو ساعتونو د ښار بڼه واوښته او داسې ښکاريدل چې امنيتي ځواکونه د پېښو په کابو کولو نه توانيږي .

د اريانا خصوصي تلويزيون تر څو ساعتونو له امنيتي ځواکونو څخه په ژوندۍ خپرونه کې د مرستې غوښتنه کوله خو تر هغو څوک ور ونه رسيدل چې قهر وړيو اعتراضگرو د دوى د دفتر په خولۀ کې يو شمير گاډي وسوځول .

اعتراض کوونکو پر حکومت نيوکه کوله چې د دوى په وينا له ايتلافي ځواکونو پوښتنه نه کوي .

ترډېره برېده لاريون کونکي تنکي ځوانان وو چې ډير يې په لرگو او ډبرو سمبال وو او ځينو يې د قومندان مسعود عکسونه هم له ځانه سره درلودل .

ولسمشر کرزي پر امنيتي ادارو د بشپړې پلټنې امر وکړ . د کورنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل د دولتي تلويزيون له لارې پر خلکو د ارامۍ غږ وکړ او ويې ويل چې د دې پېښې د پلټنې پايلې به ډير ژر په ډاگه کړي .

ايتلافي ځواکونو په خپرې کړې اعلاميې کې ډاډ ورکړ چې له افغان دولت سره به په پلټنو کې بشپړه مرسته کوي .

دوى په ترافيکي پېښه کې زيانمنو شويو مستحقو کسانو ته د تاوان د ورکړې يادونه هم کړې ده .

د ولسي جرگې ريس يونس قانوني د مظاهره کوونکو له استازو سره وليدل او ډاډ يې ورکړ چې د پېښې د عاملينو په نيولو ، سزا ورکولو او د تاوان په ورکولو به ټينگار کوي .

دۀ زياته کړه چې سبا به د مشرانو او ولسي جرگې گډه غونډه کوي چې په دې باب نورې خبرې وکړي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت