|
کابل کې پر قهروړيو خلکو ډزې شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې تر هغه وروسته د امريکايي ځواکونو او عادي خلکو ترمنځ نښتې شوي چې په يوه ترافيکي پېښه کې امريکايي پوځي کاروان ښکېل و . تر پېښې وروسته په مظاهرو کې د اوو کسانو د وژنې او تر ٢٠ پورې د ټپي کيدو خبر ورکړل شوى دى . داسې ښکاري چې يو امريکايي پوځي کاروان د کابل په شمال کې په لويه لاره له يوۀ يا ډيرو افغان گاډو سره په ټکر کې ښکېل شو. وروسته پوليسو او عادي خلکو دغه پوځي کاروان کلابنده کړ . عيني شاهدان وايي امريکايي ځواکونو ډزې وکړې . د يو شمير کسانو د وژنې او ټپي کيدو خبره کيږي . وروسته په سلگونو قهروړيو کسانو ډبرې وار کړي دي او حالات له کابو کيدو وتلي دي . افغان پوليسو امريکايي کاروان له ځايه په بدرگه ايستلى خو قهر وړيو خلکو پر پوليسو وار کړى دى او د پوليسو ماموريت ته يې اور ورته کړى دى . د ايتلافي ځواکونو يوې وياندې دا خبره تايد کړې چې پېښه شوې خو نور جزييات يې نه ورکول . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||