|
ولسمشر کرزي د کابل د پېښو پلټنه غوښتې ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د هغو پېښو له امله خواشيني ښوولې چې د کابل په شمال کې د يوې ترافيکې پېښې څخه وروسته په نژدې ټول ښار کې وليدل شوې . په ځايي وخت د سهار ٨ بجې د کابل او سالنگ ترمنځ په لويه لاره هغه مهال ترافيکي پېښه وشوه چې د ايتلافي ځواکونو يوه بار وړونکې لارۍ د تخنيکي ستونزو له امله له واکه ووتله او پر يوۀ ملکي گاډي ورغله . د ايتلافي ځواکونو په اعلاميه کې راغلي دي چې په دغه ترافيکي پېښه کې شاوخوا ١٢ گاډي ښکېل شول چې يو کس يې وواژۀ او شپږ نور يې ټپيان کړل . د افغانستان د ولسمشرۍ له خوا په خپرې شوې يوې اعلاميې کې ويل شوي چې ولسمشر کرزي امنيتي مسوولين ورغوښتي او ورڅخه غوښتي يې دي چې د دغې پېښې پلټنه وکړي . ولسمشر کرزي له نړيوالو ځواکونو څخه هم د دغې پېښې په باب وضاحت غوښتى دى . ايتلافي ځواکونه وايي دوى د دغې پېښې پلټنه پيل کړې ده . په يوې خپرې شوې اعلاميې کې ايتلافي ځواکونه وايي دوى به مستحقو کسانو ته تاوان ورکړي . او له افغان دولت سره به په پلټنو کې بشپړه همکاري کوي . د ولسي جرگې مشر يونس قانوني په يوۀ بيان کې له خلکو وغوښتل چې ارام واوسي . دۀ په پېښه کې د پړو کسانو د نيولو ، هغوى ته د سزا ورکولو او زيان ليدونکو ته د جبران غوښتنه کړې ده . سبا به د ملي شورا دواړه جرگې يوه ځانگړې غونډه کوي او پر دې مسالې به غور کوي . د ورځ په اوږدو کې د کابل ښار په بيلا بيلو سيمو کې ډزې اوريدل کيدې او بيلا بيلو ودانيو ته د مظاهره کوونکو له خوا اور واچول شو . د اريانا په نامۀ يوۀ خصوصي تلويزيون تر څو ساعتونو له امنيتي چارواکو څخه مرسته غوښته خو د پوليسو تر رسيدو وړاندې يو شمير کسانو د دغه تلويزيون د دفتر يوې برخې ته اور ورته کړ . د ښار په ځينو څلورلارو کې ترافيکي غرفې هم سوځول شوې دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||