|
کابل له خونړيو مظاهرو وروسته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل ښار د دوشنبې د ورځې د تاو تريخوالي له ډکو لاريونونو وروسته ورو ورو عادي بڼه خپلوي . خو په ښار کې لا هم د تاوتريخوالي نښې نښانې په سړکونو د پرتو خښتو ، ډبرو او ماتو هندارو په بڼه تر سترگو کيږي . د کابل ښاريانو نظرونه هم د رامينځ ته شوي تاوتريخوالي په اړه ويشلي دي په تيرو ځلورو کلونو کې له تاوو تريخوالي د يوې ډکې او ترينگلې ورځ په وروستيو کې چې د پام وړ مرگ ژوبله يې تر شا پريښوده ، کابل ورو ورو خپله عادي بڼه خپلوي . په واټونو او څلور لارو کې د پوليسو تر څنگه د ملي اردو سرتيري تر سترگو کيږي او لاريون کوونکي خواره شوي دي . د کابل اوسيدونکې هم زړه نازړه واټونو ته راوتلي او هر څه په ځير څاري . ته به وايې د اوښتي تاوان جاج اخلي . ها خوا په سړکونو او واټونو کې لا هم ويشتل شوې خښتې او ډبرې د گاډو او ودانيو له ماتو هندارو سره يو ځاې خورې دي . د ښار دننه په کرارۍ سره رامينځ ته کيدونکى دغه حرکت او ورسره يو ځاې د ښاريانو چوپتيا او خواشيني کټ مټ د تنظيمي جگړو په مهال د کابل بڼې ته پاتې کيږي . داسې چې د توغنديو د راپريوتو او کوڅه په کوڅه د ټوپکونو او ماشيگڼو د ډزو په مهال به هر سړى په خپل کاله ننوته او چې ډزې به ودريدى نو ښاريان به ورو ورو بيرته په واټونو راڅرگند شول . ظاهرا داسې بريښي چې دا ښار گواکې د تاوو تريخوالي د زغم اوږدې تجربې لري . د نن ورځې د ترخو پيښو په تړاوو هم د ښاريانو نظرونه ويشلي دي . ځينې د تاوو تريخوالي پړه په امريکايانو اچوي . انگيرنه يې دا ده چې دوې گواکې د ملکي وگږو له ژوند سره بې پروايي کوي . ددې لپاره د امريکايي ځواکونو د هوايي بمباريو په ترڅ کې د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې د ملکي وگړو ژوند او مال ته د اوښتي تاوان بيلگې مخې ته کوي . خو له بل لورې گڼ شمير کابل ښاريان د دوشنبې د ورځې په دغو ناکراريو کې د ورانکارو د ورگډيدو خبره هم په زغرده کوي . دوى دا گڼي چې د مظاهرو پيل بل ډول وو خو وروسته يې واک ورو ورو د داسې کسانو په لاس ولويد چي په لاسي بمونو ، تفنگچو ، کلاشنکوفونو او ان RPG په دې مينځ کې ډير عيني شاهدان هغو کسانو ته هم گوته نيسي چې سرونه يې په شنو تسمو تړلي وو او د شمالي ټل والې د پخواني قوماندان احدشاه مسعود عکسونه يې ليږدول . عيني شاهدان دا هم وايي چې دغو کسانو د قوماندان مسعود د ارمانونو په پلوۍ او د ولسمشر حامد کرزي په مخالفت کې شعارونه ورکول . دې هر څه ته په کتو سره اوس لويه پوښتنه دا ده چې اېا په پلازمينه کابل کې د دوشنبې د ورځې له چور تالان او درا نه تاو تريخوالي ډکې پيښې په ريښتيا هم محض د يوې ترافيکي پيښې پايله وه او که تر شا يې د حکومت د بې اعتباره کولو لپاره د کومې ډلې منظم پلانونه او لاسونه وو . | ورسره تړلي نور خبرونه ايتلافي ځواکونو د کابل پېښو پلټنې پيل کړي29 مۍ, 2006 | خبرونه ولسمشر کرزي د کابل د پېښو پلټنه غوښتې ده29 مۍ, 2006 | خبرونه کابل کې پر قهروړيو خلکو ډزې شوي29 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||