|
د کابل د مظاهرو مالي تاوان په سلگونو زره ډالره دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کابل کې له تاو تريخوالو د ډکو مظاهرو په پاى کې بيلابيلو دولتي او نادولتي سازمانونو، پانگوالو او د کابل وگړو ته د اوښتي مالي زيان دقيقه کچه ښايي سلگونو زره ډالرو ته ورسيږي. تر ټولو ډير زيان ښايي د کابل په زړه کې پنځه ستوري سرينا هوټل ته رسيدلې وي خو ددغه هوټل چارواکي لا تر اوسه د اوښتي زيان د کچې اټکل نه شي کولى. د آريانا د شخصې ټلويزيون په ودانۍ هم د مظاهره کونکوله لوري يرغل وشو چې د سيځل شوې ودانۍ اود گاډو له تاوانه پرته د آريانا ټلويزيون د چارواکو په وينا ددغې ټلويزيوني شبکې درې قيمتي گاډي تښتول شوي هم دي. د آريانا ټلويزيون يوه چارواکي بي بي سي ته وويل چې ښايي دغې شبکې ته د اوښتي زيان کچه نژدې ٦ سوه زره امريکايي ډالرو ته ورسيږي. نوي ښارکې د کابل د سوداگريزمرکزاو سافي لانډمارک هوټل هندارې هم ماتې شوي او د عيني شاهدانو په وينا د سرو زرو د پلورلو له دوکانونو څخه يوه اندازه سره زر غلا شوي دي. له عمده زيانونو پرته مظاهره کونکو د لاريون په ترځ کې ډيرو گاډو، دوکانونو، دولتي او نا دولتي سازمانونوته اور اچولى چې تر ټولو ډيرې په څلور لارو کې د پوليسو پوستې سيځل شوي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي دا به گرانه وي چې په ټوله کې د اوښتي مالي زيان اټکل وشي. اوښتي زيانونه يوازې په سيځل شوو گاډو او يا هم ودانيو نه خلاصه کيږي، بلکې د دولت، نا دولتي سازمانونو او شخصي پانگوالو شتمني هم د مظاهره کونکو په لاس غلا شوې چې ښايي د کره څيړنو له مخې د تاوان کچه ميليونو امريکايي ډالرو ته ورسيږي. | ورسره تړلي نور خبرونه ايتلافي ځواکونو د کابل پېښو پلټنې پيل کړي29 مۍ, 2006 | خبرونه ولسمشر کرزي د کابل د پېښو پلټنه غوښتې ده29 مۍ, 2006 | خبرونه کابل کې پر قهروړيو خلکو ډزې شوي29 مۍ, 2006 | خبرونه کابل له خونړيو مظاهرو وروسته29 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||