BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:15 گرينويچ 2006 ,26 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د ا فغان وتلى شاعر اسحاق ننګيال داتم تلين په پلمه د هغه شعر ته كتنه
 

 
 
اسحق ننگيال
ارواښاد اسحاق ننګيال په كال نولس سوه اته نويم زيږديز د اپريل په اته ويشتمه نيټه په پيښور كې د زړه د دريدو له امله ومړ

ارواښاد اسحاق ننګيال په كال نولس سوه اته نويم زيږديز د اپريل په اته ويشتمه نيټه په پيښور كې د زړه د دريدو له امله ومړ . خو تلپاتې شعري اثار يې په افغانستان كې د درې لسيزو د تاريخ په توګه ډير ارزښت لري او دده نوم ورسره ژوندى پاتې دى .

په اته ويشتم د اپريل د افغانستان په پلازمينې كابل كې افغان ادبي بهير د ښاغلي ننګيال اتم تلين لمانځي

په يوه ادبي ناسته كې خبرې د هندي سينما پر ستورو وې . هر چا ډول ډول نظرونه لرل خو يوه وويل دا مدوبالا ولې تر اوسه پورې دومره نوميالۍ پاتې شوې ده ؟ ټولو د پوښتنې په ډول وويل دا ښځه څه كمال لري ؟ بنډار شيبه په شيبه توديده . په حيرانتيا سره ټولو دا خبره كوله چې د نړۍ په ختيځه څنډه كې به ډير لږ خلك داسې وي چې د مدوبالا نوم يې نه وي اوريدلى .

په دې نه پوهيږوچې ولې يې نوم لا هم د سندرو شعرونو او لنډو كيسو برخه جوړوي ؟ .ځكه هغه خو شپيتمي او اويايمې زيږديزې لسيزې په اوږدو كې د هند د سينما تر ګردو ښكلې څيره وه .اوس به ارومرو بوډۍ ترې جوړه وي خو دا وياړ ولې لاهم د هغې له نوم سره خوندي دى ؟ يو چا وويل دوه ځوابه لرو .

يويې نه هيريدونكې ښكلا ،بل يې په فلمونو كې نازو نخرې .نه پوهيږم دا خبر به څومره پر ځاى وي خو هلته په هغه ناسته كې ټولو همدا خبر ومنله . ښكلا هغه څه ده چې د شاعرانو فكري ليدلورى ځانته راكاږي . يا ښكلا ته زيان واوړي يا ښكلا وځليږي په دواړو حالاتو كې پر شاعر د شعر ليكنې څپه راځي .

خو ټول شاعران ښايي ښكلا ته له يوه ليد لوري ونه ګوري ، مانا ځينو ته مينه ، ځينو ته طبيعت ، ځينو ته غرونه او درې ، ځينو ته انسانان ، ځينو ته سيندونه او شنې ورشو ګانې ،ځينو ته كوچيانى ژوند او داسې نور . هسې د بيلګې په توګه ! هر څوك د ښكلا يادونه په خپل شعر كې خپل ليد لوري ته په پام سره كوي .

د يو چا لپاره د مدوبالا ښكلا ډيره په زړه پورې ده نو د هغه احساس نوموړى دې ته اړ باسي چې د هغې ښكلا په خپل شعر كې وستايي خو د ځينې نورو لپاره ښايي مدوبالا هيڅ ارزښت ونه لري اوخپل كلى كور ، كر ، كرونده ، هيواد ، خاوره ، هيوادوال او انساني ژوند ډير مهم وي .

دغه ډول شاعران خپل احساس همدې شيانو ته ځانګړى كوي . ارواښاد اسحاق ننګيال د هغو شاعرانو له ډلې څخه ګڼلى شو چې كور كلى ، هيواد هيوادوال ، انسان ، انساني ژوند، كر كرونده ، سيندونه ويالې ، كبان او ژويي ، څاروي او اسونه ، خاوره او بوټي ، پښتو او پښتانه ډير ارزښت ورته لري .دى دغو ټولو شيانو ته پيغامونه لري .

دوى سره خواخوږي كوي او شعر يې د هغو ناتارونو غندنې ته ځانګړى كوي چې د جګړو په لسيزو كې دده معشوقو (( پورتنيو يادو شو شيانو )) زغملې او ده يې ننداره كوله .

ښه! داخبره به همدلته پريږدو هسې مو د بيلګې په توګه ياده كړه .بلې خوا به لاړ شو . كله چې هغه وختونه راپه زړه كړم چې د ورځې به يواځې د كاپل په ښار كې لسګونو انسانانو خپل ژوند ، پت ، شتمني ، كوراو كلى له لاسه وركاؤ ، نو هيښ پيښ شم او له ځانه وپوښتم چې ايا هغو كسانو چې پر ولس دغه تيري كړي دي پر خپل كړي چلند وياړي كه پښيمانه دي ؟

يو چا سره مې دغه خبر شريكه كړه نو د هغه ځواب داؤ چې نه! دوى پښيمانه نه دي . دوى د هغو تيريو له بركته پر ولس واك چلوي چې د نويمې لسيزې په اوږدو كې يې پر ولس وكړل . تر ډيره زه ددې خبرې مخالف وم . خو زما دې ملګري څو دليلونه راوړاندې كړل چې كه خپله هماغه پخواني جنګي سالاران يې هم واوري ګوتې به په غاښونو وچيچي . او دا به له ګرد ولس سره ومني چې رښتيا هم دوى ولس ته د خدمت پر ځاى ددوى له باور څخه ناوړه ګټه پورته كړې وه .

په دغه وخت كې چې د دغو وسله والو ډلګيو او ډلو ټپلو د ټوپكو خولې پر ولس ورنيغې وې او ملكي خلك په نښه كيدل، اسحاق ننګيال دا هر څه څارل .
هغه دغه ډول ډول تيري نشو زغملى ځكه يې خپل شعر د همدې ناخوالو او تيريو غندنې ته ځانګړى كړ .

يو كره كتونكي وويل چې كه د اسحاق ننګيال ژوند وڅيړى نو جوتيږي چې هغه د داسې يو واكمن په لټون پسې ليونى ګرځيده چې افغانستان له هغو جګړو څخه وژغوري چې لړۍ يې لا هم د هيواد په سويل او ځينې نورو برخو كې روانې دي او په دې توګه د تاريخ په پاڼو كې دغه واكمن ځانته سرلوړي وګټي . داد هغو جګړو لړۍ ده چې د سردار محمد داود خان دجمهوريت له نسكوريدو وروسته افغانانو وزغملې او دې جګړو هغه وخت زور واخيست چې د پخواني شوروي اتحاد ځواكونو پر افغانستان يرغل وكړ .شورويانو خو ماتې وخوړه خو افغانستان لا هم د جګړو په اور كې سوزي .

كه د پنځلسمې زيږديز پيړۍ د يو ايټالوي سياسي فيلسوف نېكولو مكياولي د ټولواك نومي كتاب پاڼې پرانيزو او د نوموړي خبرو ته وروګرځو نو هغه ددغه كتاب په شپږ ويشتم څپركي كې وايي (( پكار وه بني اسرائيل د مصريانو تر اسارت لاندې راشي چې د حضرت موسى عليه السلام وړتيا څرګنده كړي.

د دې لپاره چې د لوى كوروس سترتوب په ډاګه شي، پكار وه چې پارسيان د ماديانو تر تيري لاندې راشي. د دې لپاره چې د تيسيوس ستر توب او ستر همت خلكو ته څرګند شي پكار وه چې د اتن اوسېدونكي تيت او پرك شي او د دې لپاره چې د يو ايټالوي اتل Italian Spirit وړتيا او سترتوب په ډاګه شي، په كار وه چې ايټاليا سپكه او بدمرغه شي . ))

نو زه هم وايم ددې لپاره چې موږ خپل ستر شخصيتونه وپيژنو پكار وه چې يو ازمون ته غاړه كيږدو . دا چې څوك ددې ازمون د هر ډګر اتلان دي هغه به وخت پخپله وښيي . خو ددغه ازمون د پښتو شعر اتل ارواښاد اسحاق ننګيال دى چې شاعري يې بيله ځانګړتيا لري او د درې لسيزو غميزې او ناتارونه يې د هندارې په څير انځور كړي دي .

اسحق ننگيال
د ډيرو كره كتونكو په اند ننګيال د خپل وخت جګړيز او خونړي چاپيريال ته د دريمګړي شاهد په توګه كتنه كړې

ده د يو زړور او عاطفي انسان په توګه هغه څه انځور كړي دي چې افغانان او افغانستان ورسره مخامخ ول . دا نه وايم چې نورو به دا كار نه وي كړى . ارومرو نورو هم كړى دى خو د ننګيال كړه بل ډول دي . دى موږ ته تيرې كيسې د انسان، خاورې او طبعيت په ژبه كوي .
ده يې په شعر كې په ځانګړي ډول د بشري حقونو ماتېدو ته پام كړى دى .د پروفيسر ډاكټر مجاوراحمد زيار دا خبر مې هيڅ نه هيريږي چې وايي له ننګيال سره يې دوه په دوه پريكړه كړې وه چې بشري حقونو حالت ته به خپلې ليكنې ځانګړې كوي .

نو له دې مالوميږي چې دا خبرې د ښاغلي ننګيال په شعر كې ناڅاپي نه دي ، په لوى لاس ليكل شوي دي او دا د هغه سترتوب ښيي . د شعرونو له منځه يې يوه بيلګه .

لښتي وچ شول
ويالې ورانې
سين د تورو كاڼو غر شو
اوس حيران يم چې د كلي
دا هيلۍ به چيرته لامبي
* * * * * *
نه پوهيږم ، نه پوهيږ م
اې د كلي مازيګره !
ها زموږ د كلي چم كې
هغه سپينه كيږدۍ څه شوه ؟
هغه شنې څپرې څه شوې ؟

د كلي په نامه دغه شعر يې چې د جګړو د لسيزو په تاوده بهير كې ليكل شوى دى له وچكالۍ نيولې تر جګړيزو ورانيو او ويجاړيو پورې د هر ډول تيري كيسې موندل كيږي .

نه ،نه وران دى
كلى وران دى
يوه ځاله پكې نشته
ها د ښكلو توتكيو
يو نغرى هم اباد نه دى
د ابيو د لاس نښه .

د اسحاق ننګيال اتم تلين :

نوموړی په ١٩٥٦ ميلادي کال کې د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د بسرام په کلي کې زېږېدلی ؤ. لومړنۍ زده کړې يې همدلته وكړې او په کابل کې يې د پولسيو له اکاډمۍ څخه د فراغت سند تر لاسه كړ . ارواښاد ننګيال ډېر لږ وخت پر پوليسې دندو بوخت پاتي شو چې هلته يې هم په فرهنګي څانګو کې کار کاؤ او ډېرعمر يې د هېواد په بيلابيلو خپرونو کې کار وکړ .

ارواښاد اسحاق ننګيال په كال نولس سوه اته نويم زيږديز د اپريل په اته ويشتمه نيټه په پيښور كې د زړه د دريدو له امله ومړ . خو تلپاتې شعري اثار يې په افغانستان كې د درې لسيزو د تاريخ په توګه ډير ارزښت لري او دده نوم ورسره ژوندى پاتې دى .

د ډيرو كره كتونكو په اند ننګيال د خپل وخت جګړيز او خونړي چاپيريال ته د دريمګړي شاهد په توګه كتنه كړې او شعريې ډير د ارزښت وړ دى .

په اته ويشتم د اپريل د افغانستان په پلازمينې كابل كې افغان ادبي بهير د ښاغلي ننګيال اتم تلين لمانځي همدا ډول د سمسور ډاټ كام په نامه يوې افغاني ويبپاڼې د يو ادبپال زلمي ښاغلي سمسور حبيبي په زيار د ننګيال په ياد د هغه د اثارو او پر هغه د ليكنو د خونديتوب لپاره ځانګړې ويبپاڼه چمتو كړې ده چې د هغه د اتم تلين په مناسبت به په ليكه شي

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت