BBCPashto.com

ډاکټر ظاهر طنين
په لندن کې

نوې کابينې ته د ملي شورا رايه ستونزې او ويرې !

په داسې وخت کې چې ملي شورا نوې کابينې ته د (( اعتماد رايې )) په درشل کې ده داسې ښکاري چې سياسي هلې ځلې يو وار بيا په افغانستان کې گړندۍ شوې دي .

رسنيو او په تير بيا له ډلو ټپلو سره تړليو رسنيو ته په پام سره ، د يو شمير سياسي مشرانو نظرونو او په هيواد کې دننه او بهر د ځينو بانفوذو کړيو فعاليتونه د دې ښکارندويي کوي چې غواړي د ملي شورا پر غړو فشار راوړي چې د خپلې خوښې وړانديز شوي وزيران ومنل شي او يا هم رد شي او دغه راز پر ولسمشر او حکومت باندې هم فشار يا د هغوى ملاتړ په څرگنده ښکاري .

لکه چې ښکاره شوه دا دى يو وار بيا د نوې کابينې د جوړښت پر وخت د افغانستان په سياسي بهير کې دوه متضاده ډلې يو بل ته مخامخې وينو چې د افغانستان د نوي سياسي بهير لپاره گډ کار ته هم اړ دي .

په دوى کې يو بهير د واک انډول غوښتونکى دى او بل يې د بدلانۀ غوښتنه لري . د انډول غوښتونکي تر ډيره ځايه پخواني مجاهدين او په هغو کې بيا تر نورو څرگند د اسلامي جمعيت گوند دى .

شايد همدا دليل وي چې د اسلامي جمعيت مشر او پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د نوې کابينې په باب خپل غبرگون کې د دولت او د ولسمشر د مشروعيت د له لاسه ورکولو خبره وکړه .

يوې جمعيت پلوې خپرونې يو بل گام هم پر مخ اخيستى او د نومول شويو وزيرانو مذهب ، تجربه ، سوابق او ان د ځينو شخصيتونه يې د پوښتنې وړ بللي دي . البته دا لا معلومه نه ده چې دغه خپرونې تر کومه ځايه د ټولو مجاهدو مشرانو د نظر ښکارندوي کوي .

د دوى په وړاندې بيا د بدلون غوښتونکى بهير شته چې ډيرى يې پخواني تيکنوکراتان ، ملت پالي ، د مجاهدينو منځلارې او پخواني کيڼ لاسي دي .

دوى په دې باور دي چې په افغانستان کې د سولې نوى بهير په انډول کې له بدلونه پرته بريالى کيدى نه شي . د دوى په گومان دا بهير د سياسي مصلحتونو او د هغو عناصرو په ليرې کولو پيدا شوى چې د جگړې د وخت له سياست سره تړاو لري . د دوى په نظر د واک په انډول کې بدلون او چټک اصلاحات د ثبات اصلي شرط دى .

په همدې ترڅ کې ښاغلى کرزى د مجاهدينو او د نورو ډلو ترمنځ د تړاو کړۍ ده .

ولسمشر کرزي هڅه کړې ده چې ورو ورو د اصلاحاتو په لور وخوځي . دا هغه دريځ دى چې نړيوالې ټولنې او د لويديځ سياسي مشرانو ترې تل ملاتړ کړى او ستايلى يې دى .

خو د ولسمشر کرزي لپاره د دغه ډول يوۀ دريځ خپلول اسانه کار هم نه دى . ځکه چې د خلکو او نړيوالې ټولنې په وړاندې د دولت د تعهداتو ترسره کول د ښاغلي کرزي کار دى .

د افغانستان د نوې کابينې جوړښت ښايي له دغو ټولو پوښتنو سره مخامخ دى . له يوې خوا د مصلحت او ثبات ساتنه او له بل پلوه پر بدلون باندې ډير ټينگار او د اصلاحاتو دوام هغه خبرې دي چې ولسمشر کرزى ورسره مخامخ دى .

خو که چيرې په ملي شورا کې د رايو بهير هغسې چې د سياسي نظرونو او د ډلو ټپلو له خپرونو ښکاري د حکومت او شورا ترمنځ په يوې لانجې بدل شي نو دا امکان شته چې افغانستان له يوۀ نوي سياسي بحران سره مخامخ شي .

د حکومت او ملي شورا ترمنځ لانجه هغه خطر دى چې نه يوازې د حکومت او د شورا ډير غړي بلکې د نړيوالې ټولنې استازي هم ترې خبر دي او غواړي دغه ډول حالت پيدا نه شي .

خو د رايو بهير به په راتلونکو څو ورځو کې څرگنده کړي چې د افغانستان د نوې ملي شورا غړي به د ولس د استازو په توگه د هيواد په دې حساسې وضعې کې خپله ونډۀ په څه ډول ترسره کړي .