|
د افغانستان نوې کابينه وړه او مسلکي ښکاري | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په تېر کې د افغانستان د کابينې ډېرې څوکۍ مجاهدينو ته ورکول کېدې چې له شورويانو او بيا طالبانو سره جنگېدلي وو. خو ډېرئ نوي گومارل شوي کسان پخواني منورين او تکنوکراتان دي. د بهرنيو چارو نوى وزير رنگين دادفر سپنتا په جرمني کې د نړيوالو اړيکو استاد و. دى په دې وروستيو کې افغانستان ته ستون شوى او په بهرنيو چارو کې د ولسمشر حامد کرزي سلاکار ټاکل شوى و. دى په ډېر حساس وخت کې په دې دنده گومارل کېږي . د افغانستان او گاونډي پاکستان ترمنځ ترينگلتيا په ډېرېدو ده چې کابل تور لگوي پاکستان د اورپکو د ور اوښتو په مخنيوي کې پوره مرسته نه کوي. د بهرنيو چارو وزارت له څوکۍ نه د عبدالله د لېرې کولو په اړه هېڅ توضيحات ندي ورکړ شوي. دى د هغې ځواکمنې پنجشېرۍ جهادي ډلې وروستى غړى و چې د ولسمشر حامد کرزي په لومړنۍ لنډمهالې کابينه کې ټاکل شوي وو. خو د افغانستان په څېر هيواد لپاره چې په قومي، مذهبي او سياسي پولو بېل شوى دى، مهمه داده چې نوې کابينه له قومي او فرقه يي پلوه توله پاتې ده. له مخکنيو ځواکمنو جهادي څېرو څخه يوازې دهرات مخکنى زورور واکمن—اسماعيل خان په کابينه کې له دې بدلون نه روغ وتلى دى. ولسمشر کرزي دغه راز د سترې محکمې د غړيتوب لپاره هم د خپلو کانديدانو نومونه اعلان کړي دي. ده له دغې محکمې څخه يو شمېر پېژندل شوې مذهبي څېرې ايستلي او د لومړي ځل لپاره يې هغه د مذهبي کارپوهانو پر ځاى حقوقي ماهرينو ته په لاس ورکړې ده. د افغانستان ولسي جرگه بايد نوې کابينه او ستره محکمه دواړه تاييد کړي. او ښايي چې دا کار دومره هم سم پرمخ ولاړ نشي. ولسمشر له وکيلانو نه غوښتي و چې دده له خوا د گومارل شويو وزيرانو لست په يو ځايي ډول تصويب کړي، خو ولسي جرگه غواړي چې پر هر وزير جلا رايه واچوي . د افغانستان نو ې کابينه ١: هدايت امين ارسلا: لوړ پوړى وزير ٢: ډاکتر رنگين دادفر سپنتا: د بهرنيو چارو وزير ٣ : ستر جنرال عبدالرحيم وردگ: د ملي دفاع وزير ٤: انجينيد ضرار احمد مقبلد کورنيو چارو وزير ١١: ډاکتر سهراب علی صفری: د فوايد عامې وزير ١٢: ډاکتر سيد مخدوم رهين: د کلتور او ځوانانو وزير ١٣: ډاکتر سيد محمد امين فاطمی: د عامې روغتيا وزير ١٤: عبيد الله رامين: د کرهڼې او اوبه خور وزير ٢٠: نور محمد قرقين: د شهيدانو ، معلولينو او ټولنيزو چارو وزير ٢٦: انجنير حبيب الله قادری: د مخدرو توکو سره د مبارزې وزير د سترې محکمې د وړانديز شويو غړيو نومونه ١: فضل الهادی شينواری: قاضی القضات او د سترې محکمې ريس ٧: بهاو الدين بها: غړى | ورسره تړلي نور خبرونه په نو ې کابينه کې ډاکټر عبدالله نشته22 مارچ, 2006 | خبرونه افغانستان کې د مامورينو ټاکنه وځنډول شوه20 مارچ, 2006 | خبرونه لطېف پدرام د ولسمشر کرزى کابېنه نامشروع بللى ده27 دسمبر, 2004 | خبرونه قانوني : د دفاع وزارت مې ونه مانۀ25 دسمبر, 2004 | خبرونه نوې افغان کابينې لوړه وکړه24 دسمبر, 2004 | خبرونه حامد کرزى : نوې کابينه به د ملت لپاره کار کوي24 دسمبر, 2004 | خبرونه په نوې افغان کابينه کې اشرف غني احمد زى نشته23 دسمبر, 2004 | خبرونه دكا بينې غړي بايد يوازې د افغانستان تابعيت ولري 21 دسمبر, 2004 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||