BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:52 گرينويچ 2006 ,22 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
په نو ې کابينه کې ډاکټر عبدالله نشته
 
عبدالله
ډاکټر عبدالله د طالبانو له نسکوريدو راهيسته د بهرنيو چارو وزير و
د ولسمشر حامد کرزي له خواپه ٢٥ کسيزې نوې کابينې کې د ډاکټر عبدالله عبدالله پرځاى ډاکټر سپنتا او دکورنيو چارو وزير انجينر ضرار احمد مقبل غوره شوي دي .

په نوې کابينه کې ١٧ پخواني وزيران دي چې په هغو کې يې هم ډيره برخه پر خپلو څوکيو پاتې دي . يوازدې درې مخکيني وزيران له يوۀ وزارته بل ته اوښتي دي چې د پام وړ يې د کليو د پراختيا وزير حنيف اتمر دى . ښاغلى اتمر به اوس د ښوونې و روزنې وزير وي .

ښاغلى مقبل د پخواني وزير علي احمد جلالۍ له استعفى ورووسته هم دکورنيو چارو دسرپرست وزير په توګه کار کاوۀ.

دکابينې په نوي لست کې د ټولنيزو چارو له وزارت سره د شهيدانو او معلولينو د چارو وزارت او له اطلاعاتو کلتور وزارت سره د ځوانانو دچارو وزارت يو ځاى شوى دى .

د کابينې نوې څيرې
  دادفر سپنتا، ضرار احمد مقبل ، احسان ضيا،ګل حسين احمدي ، ډاکټر ثريا رحيم صبحرنگ ، استاد اکبراکبر، ډاکټر محمد حيدر رضا ، انجينرابراهيم عادل
 

په نوې کابينه کې د سوداګرۍ پخواني وزير هدايت امين ارسلا دلوړ پوړي وزير په نوم نومول شوى دى ، دى به د ولسمشر د سلاکارانو دکارونو د همغږي کولو دنده په غاړه لري .

دغه دولتي وزارت به د پارلماني جارو د وزارت په څير نور پرسونل نه لري او نه به لکه دنورو حکومتي وزيرانو د ولسي جرګې دباور رايو اخيستو ته اړتياو ولري .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت