|
ولسي جرگې د وري تر ٣ د کابينې لست وغوښت | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې ولسي جرگې د وري دريمه ورځ هغه وروستۍ نيټه ټاکلې ده چې دولت بايد تر هغو د باور د رايې لپاره د کابينې لست ولسي جرگې ته وړاندې کړي . د ولسي جرگې دويمې مرستېالې ميرمن فوزيه کوفي نن د پنجشنبې په ورځ ( د کب ٢٥ د مارچ ١٦ ) په يوه خبري کنفرانس کې له دولت څخه داهم وغوښتل چې تردې وړاندې بايد د حکومت جوړښت وړاندې کړي چې ولسي جرگه يې منظور کړي . داچې دولت چمتو دى چې د وري تر درېمې دکابينې لست وړاندې کړې ، دولتي چارواکي واېې چټک کار روان دى چې دغه لست بشپړ شي . د ولسي جرگې چارواکي وايي داسي څه دلايل نه ويني چې له مخې ېې د باور د راېې لپاره دولت ولسي جرگې ته دکابينې د لست په وړاندې کولو کې ځنډ وکړي . د ولسي جرگي د ويمې مرستيالې ميرمن فوزيه کوفي له دولت څخه وغوښتل چې په راتلونکو اتو ورځو کې دکابينې لست ولسي جرگې ته وړاندې کړي . (( جرگه د کب په درېمه نيټه چمتو شوه . له همدې کبله ، د پارلماني چارو وزارت ته د يو ليک په استولو سره ېې، له دولت څخه وغوښتل چې د باور د راېې لپاره د کابينې لست ، جرگې ته وړاندې کړي . موږه هيله لرو که چيرې دولت کومه ډيره جدې ستونزه نه لري ، نو د وري تر درېمې دکابينې لست جرگې ته وړاندې کړې . جرگه په دې برخه کې څه ستونزه نه لري )) ميرمن کوفي وايي که دولت تر دې نيټې پورې دغه کار ونه کړي ، نو په وينا ېې چې اساسي قانون به تر پښو لاندې کړي . بلو لورته ، يو شمير کار پوهان بيا په دې برخه کې ولسي جرگه هم گرموي او وايي چې اساسي قانون ېې تر پښو لاندې کړى. ځکه اساسي قانون وايي چې د پارلمان له پرانيستې يوه مياشت وروسته بايد کابينې ته د باور راېه ورکړه شي . خو د ولسي جرگې چارواکي له نېوکو ځانونه په دې خلاصوي چې واېې دغه يوه مياشت د ولسي جرگې د اړوندو جرگگيو له جوړيدو څخه ور وسته د کب په درېمې د جرگې له لومړۍ غونډۍ پيل شوه . بل لورته ميرمن کوفي واېې دولت باېد دکابېنې د لست له وړاندې کولو څخه مخکې دکابينې جوړښت وړاندې کړي چې ولسي جرگه ېې منظور کړي . ځکه چې د هغې په وينا د ولسي جرگې يو شمير غړي غواړي هغه وزارتونه چې په خبره ېې اړېن نه برېښي ، د کابينې له جوړښت څخه لېرى کړي . داچې دولت به د کابينې جو ړښت ، ولسي جرگې ته وړاندې کړي او که نه ، دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو څه چې د ورې تر درېمې ولسي جرگې ته دکابينې د لست په وړاندې کولو پورې اړه لري ، دغه چارواکي وايي چټک کار روان دى چې ژر ترژره دغه لست چمتو شي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||