|
د ښځو نړيواله ورځ او په افغانستان کې د ښځو حقونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پداسې حال کې چې دمارچ اتمه ( د کب ١٧مه ) د ښځو دنړيوالې ورځې په توگه لمانځل کيږي په افغانستان کې د بشر دحقوقو خپلواکه کميسيون وايي دطالبانو د سقوط نه ٥ کاله وروسته اوس هم دښځو حقونه په پراخه توگه ترپښو لاندې کيږي دبشر د حقوقو خپلواکه کميسيون راپور وايي چې جنسي تيري په تيره بيا د وسله والو کسانو له خوا، قتلونه او اجباري ودونه دوام لري او دښځو د ځان وژنو پيښې ډيرې شويدي تر اوسه د ځان د سوزولو ٢٣٠ پېښې ثبت شوي او په سلو کې ٣٨ هغو ښځو سره چې مرکې شوي وايي چې په زوره واده شويدي . په سلو کې ٥٠ ويلي دي چې د خپل واده نه خوشحاله ندي ځکه چې په کور کې ورسره ناوړه رويه کيږي په نوره نړۍ کې د ښځو ژوند څه ډول دى ؟ • په برتانېې کې زيږيدلې نجلۍ ښايي تر ٨١ کالو پورې عمر وکړي پداسي حال کې چې د افريقا په سوازيلند کې زيږيدلې نجلۍ ښايي د ٣٩ کالو په عمر مړه شي • په ټوله نړۍ کې ٨٥ ميليونه جنکيانې او ٤٥ ميليونه هلکان نشي کولاى ښونځيو ته لاړ شي • د نړۍ په سلو کې ٦٧ بيسوادان ښځې دي • په نړۍ کې د ځمکو د ملکيت په سلو کې ١ سندونه د ښځو په نامه دي • په نړۍ کې ٧٠٠ ميليونه ښځو او ٤٠٠ ميليونه نارينه و ته مناسب خوراک ، اوبه ، روغتيايي پالنه او پوهنه روزنه نده ميسره • په نړۍ کې په هره دقيقه کې يوه ښځه او هره ورځ ١٤٤٠ ښځې د اولاد د زيږولو پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکوي • په حبشې کې له هرو ٧ ښځو څخه يوه د حامله گي او يا زيږون پر وخت مري ، پداسي حال کې چې په برتانيې کې له هرو ١٩٠٠٠ څخه يوه مري • د نړۍ د يو اعشاريه دوه ميليارده وگړو څخه چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي په سلو کې ٧٠ ېې ښځې او ماشومان دي • په نړۍ کې په سلو کې ٢١ ښځې مديرانې دي • په برتايې کې په سلو کې ٩ قاضيان ، ١٠ د شرکتونو رييسان ، او ١٠ د پوليسو لوړ افسران ښځې دي • د ملگرو ملتونو د ١٩١ غړو هيوادو څخه يواځې ١٢ تنه مشران ښځې دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||