BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:40 گرينويچ 2005 ,05 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
اوومه سټوديو : ژبپوه ، شاعر او ليکوال ډاکتر مجاور احمد زيار
 

 
 
ډاکتر زيار ديرش کاله دکابل په پوهنتون کې دښوونکي دنده ترسره کړې ده
د اوونۍ مو د اوومې سټوډيو ميلمه ژبپوه ، شاعر او ليکوال ډاکتر مجاور احمد زيار وو.

ډاکتر زيار څه کم او زيات ٦٨ کاله وړاندې د ننگرهار د مژينه په کلي کې نړى ته راغلى دى . لومړنى زده کړې ېې پخپل کلي کې کړي او بيا کابل ته راغلى دى .

دوولسم ټولگى يې په ا بن سينا کې پاى ته ورساوه او بيا د کابل پوهنتون د ژبى او ادبياتو پوهنځى ته بريالى شو. ٢٨ کلن وو چې پوهنځى يې پاى ته ور ساوه. د پښتو د ژبپوهنى په کاريي پيل وکړ.

د لالوړو زده کړو لپاره سويس ته ولاړ او هلته يي ما ستري او دکتورا تر لاسه کړل. بيرته کابل ته ستون شواودژبپوهنې اوتوکم پوهنې په برخه کې ېې څېړنې پيل کړې .

ښاغلى ډاکترمجاوراحمد زيار له ٢٠٠٠ نه تر٣٠٠٠ پورې علمې او څيړنيزې مقالې ېې ليکلې دى. په ٢٠٠ گړدودونو(لهجو) يي څېړنې کړې دي

٣٠ کاله يي دکابل په پوهنتون کې دښوونکي دنده ترسره کړې ده. له ١٩٨٣ نه تر١٩٨٦ کال پورې ېې دبرلين دهوملت په پوهنتون کې تيرکړل.

په ١٩٩٢ کال کې پيښورته کډوال شوخودعلمي چارولپاره به کابل ته هم ته. په ١٩٩٦ کې نورنوبيخې له افغانستانه ووت اوبرتانيي کې ميشت شو.له همغه مهال دلته په برتانيي کې داکسفوردپه ښارکې ژوند کوي.

داکټرزيارازادې ليکنې اوڅيړنې کوي ، پښتوگرامر ليکي اودادبياتواوژبپوهنې په برخه کې په کاراوليکنولگيادى. ډيراثاريې په کتابى ډول ليکلى دى چې ځېني يې دي:

لغت پوهنه، پښتوليکلار، پښتوشعرڅنگه جوړيږي اونور. د شعر اوولس کتابونه يي چاپ شوي دي چې ډير يي ازاد شعرونه دى. دځينو شعري کتابونونومونه يي دى :

گلکڅونه ،دصبرونونڅا، گل ورينونه ، انداوژوند ، رزم اوبزم ، ساندې اوسندرې اونور.

له ٢٠٠٠ نه تر٣٠٠٠ پورې علمې اوڅيړنيزې مقالې ېې ليکلې دى . په ٢٠٠ گړدودونو(لهجو) يي څېړنې کړې دي. ٤٠ کاله يي له واده تيريږي . يوزوى اويوه لورلرى چې له هريوه نه يويولمسى لرى .

د ډاکتر زيار سره د مرکې په پاى کې دوې سندرې او د پيرمحمد کاروان يو ښکلى شعرهم اوريدلى شى. که کولاى شى مرکه ترپايه واورى.

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
66پنچشنبه له اوريدونکو سره
د اکتوبر شپږمه نيټه د ٢٠٠٥ ميلادى کال
 
 
66له اوومې سټوديو
څخه د خپرو شويو پروگرامونو ارشيف
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت