د عکسونو البوم: د "ځنګلي ژوو عکاس" ۲۰۱۴ سیالۍ

21 اګست 2014 - 30 زمری 1393 د خپرېدو نیټه 18:29 گرینویچ

د جایزو دغې نوې ټوله کې ۵۰ انځورونه په نړیواله کچه د انلاین له لارې رای اچونې ته وړاندې شوې دي. دلته یې موږ تاسو ته یو څو غوره عکسونه خپروو.
د سږ کال "د ځنګلي ژوو عکاس" سیالۍ ګټونکی به د خلکو له خوا په نړیواله کچه د انلاین رای اچونې له لارې ټاکل کېږي. د کارسټن براون "ژېړ غاړی موږک" عکس هم دغې سیالۍ ته غوره شوی دی.
د ځنګلي ژوو عکاس د خلکو د خوښې د جایزې د ۲۰۱۴ کال د سیالۍ لپاره منصفه هیئت د ۴۱ زرو عکسونو څخه ۵۰ یې غوره کړي. دغه انځورونه له نږدې ۱۰۰ بېلا بېلو هېوادونو نه دوی ته رسېدلي وو. له جرمني څخه د تیو الوفس د "سور کانګرو" عکس دغې سیالیۍ ته لېږلی دی.
د ۲۰۱۴ کال د سیالۍ د قضاوت پلاوي غړي ټام انګ وویل: "د سیالۍ په پنځوسم کال کې، موږ د قضاوت کار د ځنګلي ژوو د عکاسۍ مینوالو ته پرېښی دی. دغو مینه والو تل زموږ سیالۍ له نږدې څارلې دي". (دا د پال سوډرز د ټوپ وهونکي سمندري مارغه عکس دی).
انګ زیاته کړه "که تاسو په فکر کې یاست چې یو انځور له بل انځوره په کوم اساس غوره ګڼل کېږي نو اوس دا ستاسو چانس دی چې پرېکړه وکړئ. خو عکسونه ډېر ښایسته دي او تاسې یواځې یو عکس په کې خوښولی شئ ځکه نو دا کار باید په دقت سره وکړئ". (د سټیفن ټوینګلر د کشېدا عکس).
رای اچونه د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر تر ۵ مې ادامه لري. ګټونکی عکس به د اکتوبر په میاشت کې ښکاره شي. د الوتلو په حالت کې د دغه بوم عکس چې "د اوږې ازمېښت" بلل شوی په کاناډا کې هینریک نیلسن اخیستی دی.
دغه عکس چې "فیسبوک تازه کول" نومول شوی، مارسل ون اووست اخیستی دی. دا او د خلکو د خوښې سیالۍ ته نور غوره شوي عکسونه په دې لینک کې لیدلی شئ: www.wildlifephotographeroftheyear.com.
"د شپې ژامه" په نوم دغه عکس خوان جیسس ګونزالېز اهومادا له اسپانیې نه سیالۍ ته لېږلی دی.
د "زوړ ټوکر" په نوم دغه عکس له مکسیکو څخه کلاوډیا کونټریراس کوب لېږلی دی.
له بریتانیې نه جینیفر جو سټاک دغه د "حیران شوی" په نوم عکس سیالۍ ته لېږلی.
د خلکو د خوښې د جایزې د سیالۍ د سر پنځه عکسونه به لومړی په انلاین کې او وروسته بیا د ځنګلي ژوو د عکاس په کلنۍ ننداره کې ښودل کېږي. دغه ننداره د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر پر ۲۴ مه د لندن په طبعي تاریخ موزیم کې پیلېږي. (د ادریانا باسکس عکس ته د پېراپوټانګس نوم ورکړل شوی دی).