ننګرهار کې د افغان خپلواکۍ لمانځنه

19 اګست 2014 - 28 زمری 1393 د خپرېدو نیټه 16:32 گرینویچ

افغان حکومت د زمري ۲۸ مه، د اګست ۱۹مه، د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځله.

ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ پر څلي د ګل ګېډۍ، له ایښودلو وروسته په خپله وينا کې وویل افغانانو خپلواکي د وينو په بيه ګټلې او بيا یې په همداسې کلک هوډ ساتلې، او اوس باید د خپل هېواد د پرمختګ لپاره مټې بډ وهي.

له بريتانوي هنده د افغانستان د بهرنۍ تګلارې د خپلواکۍ ۹۵ کلیزې په پلمه، ننګرهار کې هم یو شمېر مېرمنو د غازي امان الله خان پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښودې. د خپلواکۍ جشنونو ته ګڼ ځوانان وتلي و.

سید عبدالله نظامي په خپل رپوټ کې وايي پخوا به یوازې حکومت ملي ورځې لمانځلې خو اوس ورو ورو دغه ورځې ولسي رنګ خپلوي.