لاندینی غږیز مطلب ډونلوډ کړئ

اوچت کیفیت mp3‏ (22.1 میګابایټ)

پیلوزی ادبي هنري پروګرام

16 اګست 2014 - 25 زمری 1393 د خپرېدو نیټه 09:29 گرینویچ

د ادب پوهنې د یو کتاب د چاپ په موخه ددغې موضوع یو شمیر برخې د پیلوزي په بحث کې څېړو.

د محمد (ص) سیرت خو پر بشپړه ادبي ژبه له ژباړن سره یې خبرې اترې لرو.

د انګلستان په زنداونو کې پر ګیتار غږولو بندیز لري شو .

د ادبپوهنې څانګې، دا د سرمحقق استاد سید محی الدین هاشمي کتاب دی چې په ۷۳۳ مخونو کې چاپ شوی، کتاب په علومو اکاډیمۍ د سرمحققۍ رتبې ته چمتو شوې پروژه ده چې د ادب پوهنې اصلي او فرعې څانګې په کې څېړل شوي دي. پر همدې اړه یو بحث لرو چې میلمانه یې خپله ښاغلی هاشمي او د علومو اکاډيمۍ بل علمي غړی عبدالاحد منګل دي، او د بحث کوربه مصطفی سالک دی.

(محمد [ص] او ملګري) یې دا د سیرت هغه کتاب دی چې یوه عرب لیکوال عبدالحمید جودت السحار دی، کتاب په شعري ژبه لیکل شوی او کیسیز جوړښت لري، د پښتو ژبې لیکوال شرر ساپي ددغه کتاب یو شمیر ټوکونه پښتو کړي چې څلور یې له چاپه راووتل مصطفی سالک له ښاغلي شرر سره ددغه مذهبي او ادبي کتاب په اړه مرکه کړې ده.

د انګستان په زنداونو کې پر ګیتار غږولو لګیدلی بندیز لرې شو.تر دې وړاندې زندانیانو ددې کار اجازه نه درلوده. د هنر مندانو هغه ډله چې ددغه بندیز د لرې کولو لپاره یې مبارزه کوله وايي چې د ګیتار په نغمو سره بندیان عادي ژوند ته ورګرځول غواړي.

هدایت الله همیم پر همدې اړه پیلوزي ته دا راپور چمتو کړی دی.

نور ادبي مطالب هم راسره واورئ.