په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

څاروي، د کليوالو مهمه اقتصادي سرچينه

3 اګست 2014 - 12 زمری 1393 د خپرېدو نیټه 17:36 گرینویچ

د افغانستان په کليوالو سیمو کې مال ساتنه د ګټې وټې مهمه سرچینه ده، له شیدو یې خواړه او له وړیو یې ډول ډول جامې جوړېږي. که څه هم جګړو د دغه هېواد د خلکو د ژوند بڼه کې بدلون راوستی، خو بيا هم د څارویو ساتل د کليوالو د اقتصاد وسیله ده. ازاد خبریال سید عبدالله نظامي د نورستان يوې لوړې غرنۍ سیمې یوې بانډې ته ورغلی او بي بي سي ته يې دغه رپوټ تیار کړی دی