د اختر په اړه د ولسمشر کرزي پيغام

په کابل کې ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د اختر له لمانځه وروسته په لنډو خبرو کې وويل په تېرو دوو مياشتو کې چې کوم تاوتريخوالى افغانانو ليدلى، د ده په وينا يې په تېرو ١٤ کلونو کې سارى نه و.

ولسمشر کرزي وويل بهرني ترهگر يې هېواد ته ورغلي خو بيا يې هم له طالبانو وغوښتل چې له جگړې لاس واخلي.

افغان مشر هيله وښوده چې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې څرگندې شي. د رايو د بيا ارزونې بهير اوس د اختر تر پايه ځنډول شوى دى.