د هندوستان چای پلورونکي

30 جون 2014 - 09 چنګاښ 1393 د خپرېدو نیټه 18:26 گرینویچ

چای د هندوستان تر ټولو مشهور څښاک دی. دغه هېواد هر کال ۸۳۷۰۰۰ ټنه چای کاروي.
چای د هندوستان تر ټولو مشهور څښاک دی. دغه هېواد هر کال ۸۳۷۰۰۰ ټنه چای کاروي. د هند په نژدې ټولو ښارونو کې ځای ځای د سرک غاړې ته د چای پلورونکو مغازې لیدلی شئ چې خورا ډېر مشتریان لري.
سنتوش په ممبئ ښار کې له تېرو ۱۵ کلونو د چای پلورلو هټۍ لري. دی وایي په تېره یوه لسیزه کې د سیمې بڼه ډېره بدله شوې، د کوچنیو مغازو ځای اوس لوړو او هڅکو ودانیو نیولی.
د شمالي هندوستان خلکو له ادرک پرته چای نه تېرېږي. ادرک د دوی په چای کې مهم توکی دی او پېړیو راهیسې یې دلته خلک په چای کې کاروي. طبي څېړنو ښوولې چې ادرک د انسان بدن ته ډېرې ګټې لري، یوه یې هم دا چې په ژمي کې د انسان بدن ګرم ساتي.
شویان بروا د کلکتې په یوې شتمنه سیمه کې د چایو مغازه لري. د هندوانو د مذهبي مراسمو درګا پوجا پر وخت د ده بازار ښه ګرم وي، ځکه د هندوستان له لر او بره په زرګونو هندوان دغو مراسمو کې د ګډون په موخه دلته راځي.
څو لسیزې وړاندې به چای پلورونکو د چایو لپاره له خټو جوړې دغه ځانګړې پیالې کارولې چې په هند کې ورته کلهار ویل کېږي. اوس هم په ځینو کلیو او ښارونه کې د چایو لپاره دا خټینې پیالې کارېږي خو تر ډیره یې ځای بیا پلاستیکي پیالو نیولی.
د هندوستان په لویدیځ ایالت تمل ناډو کې زېږېدلې رکمني خپل ټول عمر د چای په کروندو کې تېر کړی. کله کله د کار په اوږدو کې رکمني خپلو نورو کارګرو ملګرو لپاره چای هم تیاروي.
ګنېش د بېهار ایالت د اورګاډي په تم ځای کې چای پلوري.
هند کې د چایو پلورلو دود ځینو ته بیا له پلرونو او نیکونو ور پاتې وي. د هند په لرغوني ښار بنارس کې د چایو پلورلو د دغې هټۍ څښتن وایي، دا مغازه ورته له پلاره ورپاتې.