BBC navigation

د لندن پلونه چې دې ښار ته یې شناخت ورکړی

د خپريدو وخت: 14:29 گرینویچ - 29 جون 2014 - 08 چنګاښ 1393

لندن کې د پلونو نندارتون

  • د لندن پلونه د دې ښار شناخت بلل کېږي. په یوه نوي نندارتون کې د لندن ښار بېلا بېل پلونه ښوول شوي او ارزښت ته یې کتنه شوې. په دې انځور کې د لندن ټاور برېج لیدلی شئ. (کرېسټینا برووم ۱۹۱۰)
  • که څه هم پلونه د لندن ښار او د دې ځای د ژوند یوه مهمه برخه ده خو دا پلونه هر کله یوازې د ټرانسپورټ یا لېږد وسیله نه وي. ځینې هغه یې د دې ښار شناخت او هویت ګڼل کېږي. (په دې انځور کې د لندن برېج د ۱۹۳۷ کال یو ماښام لیدلی شئ. عکس هینري ټرنر اخیستی.)
  • دا سیند تل د هنرمندانو او انځورګرانو د پام وړ ګرځېدلی او اوس د لندن د ډوکلېنز موزیم لخوا د دغو جوړښتونو د لمانځلو په خاطر یو نندارتون په پام کې نیول شوی دی. (دا عکس د بلیکفریرز پول دی او جوزېف فیرنګټن اخیستی)
  • دا نندارتون به د ۲۰۱۴ کال د نومبر تر څلرمې نیټې دوام ولري او کښل شوي انځورونه، عکسونه او ویډیو کلېپونه به په کې نندارې ته وړاندې شي. دا د سلیپ واک او سلیپ ټاک فلم نه اخیستل شوی انځور دی چې ښېي پولونه سره په نسبي توګه څومره نژدې دي.
  • مسلکي عکاسه لوسېنډا ګرېنج له هغو څو عکاسانو ده چې د لندن برېج ( لندن پول) دننه ورغلې او هلته یې دغه عکس اخیستی دی.
  • د لندن موزیم او د لندن ډوکلېنز موزیم د تحول څانګې مشر ډیوېد سپینس وایي، مونږ د پول پدیدې لپاره یوه مهمه مفکوره پیدا کول غواړو. دا د شمال او سویل ترمنځ یواځې یو پول نه دی. دا په حقیقت کې هغه ځای دی چې تاسو ته د لندن ترټولو غوره ننداره وړاندې کوي. (دا عکس د هنګرفورډ پول کې د ویلیم هینری فاکس ټالبټ لخوا په ۱۸۴۵ کال اخیستل شوې عکس).
  • د لندن د لومړي پول لرغونتوب موده د روم د امپراطورۍ تر ږخته رسیږي چې کله کلاډیس له کینټ ښاره په سفر غوښتل له سیند پورېوځي. کله چې د دغه پول د جوړښت کار بشپړ شو نو سیمې ته ډلې ډلې سوداګر راغلل او د سپینس په وینا دوی عصري لندن جوړ کړ. (د لندن د نوي پول نژدې سیمې ننداره، عکس اخیستونکی ګیډن یټس، د لندن موزیم).
  • د رابرټ بارکر، هینری اسټن بارکر او فریډریک بیرني لخوا دغه په لاس رنګ شوی او توږل شوی عکس په اتلسمه پیړۍ کې د بلیکفریرز پول ښېي. هغه مهال یواځې درې پلونو بلیک فریرز، ویسټ مینیسټر او لندن د تهیمز پول سیمه نیولې وه.
  • پاېتخت د همرسمېت چې دلته یې په ۱۹۵۵ کال کې د سندرا فلیټ لخوا عکس اخېستل شوی په ګډون ۳۵ پلونه لري، خو آیا شونې ده چې یو بل پول به هم جوړ شي؟
  • برتانوۍ هنرمنده جونا لملي همداسې هیله لري. په ۱۹۹۹ کال کې هغې د شهزادګۍ ډیانا د یادښت لپاره د یوه باغ په څېر پول مفکوره وړاندی کړه خو پر دغه مفکوره ایله په ۲۰۱۲ کال کې هغه وخت کار پیل شو کله چې ډیزاینر ټامس هیتهرویک د دغې خیالي پول انځوریزه بڼه وړاندې کړه. تمه ده چې د ۱۵۰ میلیون پونډ (۲۵۰ میلیون امریکایي ډالره) په ارزښت به دغه پول په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .