BBC navigation

برېښنايي تذکرې

د خپريدو وخت: 07:05 گرینویچ - جمعه 27 جون 2014 - 06 چنګاښ 1393
    • د افغانستان حکومت بلاخره له دوو کلونو وروسته، دبریښنايي پيژند پاڼو(تذکرو) دویش لپاره لومړي ګامونه پیل کړی دي.
    • د کورنیو چارو وزارت اړوند ډلې کور په کور کرځي او د تذکرو د ویش لپاره نوم لیکنه کوي.
    • ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو کلونو ټولو افغانانو ته دغه معتبرې بریښنايي پيژند پاڼې وویشل شي.
    • پر دغه پروژه شاوخوا ۱۲۰ میلیونه ډالره لګښت راځي او نژدې ټول کارمندان یې افغانان دي.
    • حفیظ الله معروف، چې د کورنیو چارو وزارت له یوې تخنیکي ډلې سره، په کابل کې کورونو ته ورغلی وايي، د تذکرو د ویش لپاره د نومې لیکنې بهیر په چټکۍ روان دی.
    • د بریښنايي تذکرو لپاره ګرځنده ډلې پر یوه وخت دوه کارونه کوي، هم د ګړو سرشمیرنه کوي او هم د بریښناتذکرو لپاره نوم لیکنه.
    • د بریښنايي تذکرو د ریاست درې کسیزه ډله د ورځې له پیله کور په کور دروازه ټکوي.
    • د دغه پروګرام ډیر کارمندان لوستي ځوانان دي. دوی هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو نوم لیکنه کولای شي.
    • خلک په ورین تندي د دغه پروګرام هر کلی کوي.
    • افغانانو د جنګونو په کلونو کې معبترې تذکرې نه لرلې. د تذکرو ویش په څو پړاونو کې د بیلابیلو سرچینو له لوري په مختلفو رنګونو ویشل کیدې.
    • ګڼ شمیر خلکو، له دغو کاغذپرانیو نه دتيښتې لپاره جعلې تذکرې هم جوړولې، خو نوې بريښنايي تذکرې په داسې ډول ډیزاین شوي، چې جعل پکې امکان نه
    • د بريښنايي تذکرو د تخنیکي برخې مشر ګل الرحمان احمدزی وايي، د افغانستان بريښنايي پيژند پاڼې له نړیوالو معیارونو سره برابرې دي.
    • په نویو کوچنیو بريښنایی پيژند پاڼو کې، د ګوتې نښې، عکس او د بایو میتریک مالومات شامل دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .