BBC navigation

کابل کې د ګلانو نندارتون

د خپريدو وخت: 13:27 گرینویچ - چارشنبه 25 جون 2014 - 04 چنګاښ 1393
    • د افغانستان د ګلانو تولیدوونکو او نیال خرڅوونکو اتحادیې د کابل ښاروالۍ په همکارۍ پلازمېنه کابل کې د ګلانو تر ټولو لوی نندارتون جوړ کړ.
    • دغه نندارتون د کابل ښار په منځ د نوي ښار لوی پارک کې جوړ شوی، چې د څلورو ورځو لپاره به دوام وکړي.
    • په نندارتون کې د کابل او ننګرهار ولایتونو د ګلانو پلورنځیو چلوونکو ګډون کړی و، چې لسګونه ډوله طبیعي او روزل شوي ګلان یې نندارې ته وړاندې کړل.
    • د ګلانو دغه نندارتون ته زموږ همکار سمیع الله موسی زی ورغلی او دغه انځوریز راپور یې پرې چمتو کړی دی.
    • په نندارتون کې ۵۰ ګلان پلرونځیو ونډه اخیستې وه.
    • نوی ښار د ښار منځ کې موقعیت لري، چې هره ورځ سلګونه کسان ورځي.
    • ګل پلرونکو وغوښتل، چې ځانګړې ځمکه ورکړل شي او خپل تولیدات په ښه توګه وړاندې کړي.
    • افغانستان کې ځینې کورنۍ په اوړي کې ګلان ساتي، خو په ژمي کې ګل خانې ورته جوړوي.
    • افغانستان کې تر ټولو ډېر ګل د مرسل او ګلاب ګلان دي، چې خلک یې خوښوي.
    • دا لومړی ځل دی چې داسې نندارتون افغانستان کې جوړېږي.
    • د کابل ښار د سمسورتیا مرستیال احمد شاه اوریاخېل- وايي، اوس نوي ډولونه ګلان کابل کې تولیدېږي، چې له بهرنیو هېوادونو به مخکې راوړل کېدل، خو اوس د افغانستان د ننه لوی فارمونه ورته جوړ شوي دي.
    • کابل ښاروال محمد یونس نواندیش ژمنه وکړه چې ځینې ګل پلرونکي کولی شي په دایمي توګه ګلان نندارې ته وړاندې کړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .